راپور : کرزی ناکامه ثابت سو
د امریکا کریسچن ساینس مانیټر ورځپاڼه نن د کابل څخه په خپل تازه راپور کی خبر ور کوی چی افغانان د حامد کرزي څخه ډېر خپه سوي او وایی چی هغه ناکامه ثابت سو . ډېرو افغانانو ویلی چی موږ په ۲۰۰۴ کی د کرزي ننګه کړې وه خو بیا به دا کار و نه کړو . ورځپاڼه په خپل تازه راپور کی وایی چی حامد کرزی د داخلی او خارجی دواړو فشارونو سره مخامخ دی . ولس د فساد ، بې کفایتۍ او بې صراحتۍ یا غیر جدیت له امله ناراضه دی خو بهرنیان بیا د فساد او بې اغیزې توب له کبله انتقادونه کوی . راپور زیاتوی چی د کرزي ګرانښت پخوا ۸۳٪ و خو اوس دﺉ تجرید سوی او دریځ یې خورا کمزوره سوی دﺉ . راپور وایی چی بل داسی کوم بدیل هم نه تر سترګو کیږی ځکه غنی احمدزی ډېر شهرت او نفوذ نه لری خو علی احمد جلالی بیا ډېره موده په امریکا کی اوسېدلی او د ملت سره بې ربطه پاته سوی دﺉ . فاروق مېړني د کرزي په هکله وویل چی « ده هیڅکله هم د فاسدو مقاماتو پر ضد اقدام نه دی کړی . حکومت پر توافق او معامله باندی جوړ سوی د ﺉ . » خو مشهور پاکستاني لیکوال احمد رشید بیا وویل چی دا هر څه په راتلونکي امریکایی ولسمشر پوری اړه لری .