کور / تازه خبرونه / په میدان وردګ ولایت کې د هیروینو فابریکه کشف شوه

په میدان وردګ ولایت کې د هیروینو فابریکه کشف شوه

په هغه عملیاتو کې چې دملي اردو د ځواکونو لخوا دنرخ ولسوالۍ د دورانیو د اول خیلو په کلی کې ترسره شوو  په کې  هیروینو یو فابریکه کشف شو ې ده .

په دغه فابریکه کې ۶ پاکت هیرویین، دوه بوشکې تیزاب،نیمه بورۍ پوډرډوله مواد چې ایروینو سره ګډیږي ،بیلرونه، دیکونه ،۹۰۰۰ د پیکا مرمۍ، ۲۰۰۰ د کلاشینکوف مرمۍ ،دوه کلاشینکوف ،یوه کرولا ډوله موټر  او همدارنګه درې تنه  ددغه فابریکې په تور نیول شوې دي  چې دزیاتو پوښتنو ګرویګنو لپاره عدلي او قضايي ارګانونو ته ورپیژندل شوې دي.