د کابل چاپ ورځپانو ته کتنه
د ویسا خپلواکې ورځپاڼې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو د وزیر په حواله يې لیکلي دي چې د افغان ولس مشر په غوښتنه يې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ منځګړیتوب کړې دې.
ورځپاڼې په عینې حال کې د الازه پوهنتون د مفتي په حواله دا هم لیکلي دي چې په افغانستان کې د سولې د ټینګیدو لپاره ه راز همکارۍ ته تیار دې.
ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې بیا له طالبانو سره د سولې له خبرو سره د ایران په مخالفت تبصره کړې او لیکلي دي چې ایران دا مخالفت ولې کوي.
د هیواد دولتي ورخپاڼې پخپله سرمقاله کې دا مسله څیړلې چې ایا د ناټو هڅې په رښتیا هم ناسمې دي او که څنګه.
په ورځپاڼه کې د کابینې د نویو وزیرانو د لوړې مراسم هم راغستل شوي او لیکل شویدي چې دوې هیواد او ولس ته د خدمت لوړه پر ځاې کړه.
ورځپاڼې په یو بل مطلب کې لیکلي دي چې ګاونډیان دې په افغانستان کې د ملي روغې جوړې په وړاندې خنډونه نه جوړوي.
د ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې بیا د سعودي عربستان د بهرنیو چارو د وزیر دا وینا راغستې چې په افغانستان کې د جنګ پاې د وسلې له ایښودلو او سیاسي پروسې ته له ننوتلو سره تړاو لري.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د ولس مشر کرزي په کابینه کې په راوستل شويو بدلونونو انتقاد کړې دې او لیکلي دي چې له یوه ولایت نه درې وزیران شته خو له پنځلسو ولایتونو نه هیڅ وزیر نشته.
ورخپاڼې په یو جلا مطلب کې د نشه يې توکو په خلاف روانه مبارزه او پدې اړه د ناټو هڅې هم څیړلې دي.
د ارادې خپلواکې ورځپاڼې بیا په کابل کې د سړي تښتونې د پیښو په اړه د یو شمیر کارپوهانو او د ولسي جرګې د غړو نظرونه راټول کړیدي او ددې ستونزې د حل غوښتنه يې کړیده.
په ورځپاڼه کې په دولتي ادارو کې د اداري فساد مسله هم راغستل شوي او لیکل شویدي چې دولتي ادارې په ناوړه توګه په فساد کې ښکیل دي.
په ورځپاڼه کې په عوایدو د مالیاتو قانون هم څیړلې چې اوس اوس د ولسي جرګې لخوا تصویب شوې او لیکل شویدي چې ددې قانون پلې کول باید په اقتصادي حالت کې د ښه والي سبب شي.
د هشت صبح نا دولتي ورځپاڼې په خوست کې د ملي اردو د ځواکونو مرګ ژوبلې ته په اشارې چې د امریکايې ځواکونو په بمباریو کې اوښتې لیکلي دي چې دوستانه ډزې د ملي اردو نهه سرتیري ووژل.
ورځپاڼې د دوهم مخ په یو مطلب کې دا خبر ورکړې چې د کمیونسټې حکومت د استخباراتو پخوانې مشر اسداله سروري په نولس کاله بند محکوم شو.
په ورځپاڼه کې په یو څیړنیز مطلب کې په غزني ولایت کې روانې امنیتي وضعې او د طالبانو ګواښونو ته هم کتنه شوې ده.
د اصلاح او انیس دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې په روانو حالاتو او پیښو خبرونه او تبصرې خپرې کړیدي.
انیس پخپله سرمقاله کې په خوست کې د امریکايې ځواکونو په بمبارۍ کې د ملي اردو ځواکونو ته اوښتې مرګ ژوبله څیړلې او لیکلي دي چې دا تیروتنې بیا بیا تکراریږي.
خو اصلاح بیا پخپله سرمقاله کې په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره روانو هڅو ته کتنه کړې او لیکلي دي چې په سوله کې خیر نغښتې دې.
د راه نجات نا دولتي ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په سر کې لیکلي دي چې ملي شورا غړي د افغان حاجیانو د لیږلو د پروسې په اړه اندیښمن دي.
په ورځپاڼه کې د برطانیې ددفاع د وزیر په حواله لیکل شویدي چې د افغانستان ملي اردو د نړیوالې ټولنې د پام وړ بریا ده.
په ورځپاڼه کې دا خبر هم خپور شوې چې د امن راتلونکې ګډه جرګه د راتلونکې د دوشنبې په ورځ په اسلام اباد کې جوړیږي.
د پیمان نا دولتي ورځپاڼې په یو مطلب کې دا اټکل کړې چې ممکن په ځینو ولایتونو کې هم بدلونونه راوستلې شي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د نشه يې توکو په خلاف د مبارزې لپاره د نوي ځواک د جوړولو مسله راغستې او د هغې اغیزمنتیا يې څیړلې ده.
په ورځپاڼه کې دا خبر هم خپور شوې چې په خوست کې انجونې د امنیتي ستونزو له کبله نشې کولې ښوونځیو ته ولاړې شي.