حرارت لروونکي دسکشونه جوړ شول

د لراوبر اداره | اکتوبر 23rd, 2008


۱۳۸۷ کال د تلې ۷ 

دنړیوالو منابعو پر بنسټ  د جامو او د ورزشي توکو جوړو ونکي یو امریکايي شرکت د حرارتي دستکش په جوړولو بریالی شوی تر څو د کاراخیستوونکو لاسونه له سړو څخه وساتي .

دغه نوي دستکشونه د یوه برښنايي حرارتي سیسټم لروونکي دي چې کولای شي ۶ ساعته له ځانه حرارت تولید کړي په عین حال کیدای شي چې کار هم پرې وشي او ګوتې هم په کې په ازاده توګه وخوځي .

ددغو دسکشونو حرارتي سیسټم “Aevex” نومیږي چې بې له کومې لوې او ډبلې تخنیکي  الې په دسکش کې حرارت ساتي .

د هوا د بدلون په صورت کې د دغو دسکشونه  دننه هوا هم بدلون مومي ګرمي کمیږي او هغه ګرمي چې وړاندې ګوتو یا لاس ته ورتله اوس په هغه دسکش کې ځای شوې بیتری ته ورځي .

تر هغې چې بیا هوا بدلون مومي دغه حالت بر عکس عمل کوي او کله چې هوا عادي حالت ته راځي بریښنا له بیترۍ نه په اوتمات ډول قطعه کیږي تر څو بیترۍ روغه پاتې شي .

له پاپ ساینس څخه په نقل قول سره دغه شرکت هوډ لري تر څو په راتلوونکو دریو کلونو کې د “Aevex” نومی حرارتي سیسټم په نورو جامو لکه د چپنو په بیلابلو ډولونو کې هم ولګوي تر څو په یخو موسمونو کې کار ځینې واخیستل شي . 

Copyright Larawbar 2007-2024