کور / تازه خبرونه / خوست: په ترافيكي پېښه كې نهو تنو سرتېرو ته مرګ ژوبله واوښته

خوست: په ترافيكي پېښه كې نهو تنو سرتېرو ته مرګ ژوبله واوښته

 تېره ورځ ناوخته  د خوست او كابل پر لويه لار، د پوليسو د يوه رېنجر موټر د چپه كيدو له امله، د يوه افسر په ګډون دوه تنه مړه او اووه نور ټپيان شول.

دا پېښه د خوست ښار لويديځ ته، د اسماعيل خېلو او مندوزيو ولسوالۍ په اړوند سيمه كې شوې.

د پېښې يوه عيني ليدونكي وويل، چې نوموړى رېنجر ډېر ګړندى روان ؤ، چې ناڅاپه له يوه پولچك واوښت او له امله يې دغه مرګ ژوبله رامېنځته شوه.

دا لومړى ځل نه دى، چې افغان ځواكونه په ترافيكي پېښو كې وژل كيږي، له دې وړاندې هم په خوست او پكتيا ولايتونو كې د ورته پېښو له امله اردو او پوليسو ته مرګ ژوبلې اوښتې دي.

د دوى ترڅنګ عامو خلكو ته  هم كله نا كله د دوى ګړندي تګ له امله تاوانونه پېښيږي.