کور / تازه خبرونه / پكتيكا: طالبان او چارواكي يوه او بل ته د زيان اړولو ادعاوې كوي

پكتيكا: طالبان او چارواكي يوه او بل ته د زيان اړولو ادعاوې كوي

وسله وال طالبان وايي، چې د پكتيكا د ګيانې ولسوالۍ، د مڼې كنډو په سيمه كې يې د بهرنيو ځواكونو په پوځي كتار پسې بمي چاودنه كړې او د هغوى يو شمېر سرتيري يې وژلي او ټپيان كړي دي.

ځايي چارواكي چاودنه مني، خو وايي چې ځواكونو ته يې مرګ ژوبله نه ده اړولې.

بل خوا د ځايي چارواكو ادعا ده، چې له چاودنې وروسته ايتلافي ځواكونو  په نوموړې سيمه كې د وسله والو طالبانو يوه ډله په نښه كړې، پېنځه يې وژلي او پېنځه نور يې ټپيان كړي دي.

دوى دا هم وايي، چې وژل شوي طالبان د پېښې په ځاى كې وو او دوى وروسته د ګيانې ولسوالۍ قومي شورا ته سپارلي دي.

خو په دې اړه تر اوسه وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي.