کور / تازه خبرونه / بمي چاودنې د امنيتي شركت وسله والو مرګ ژوبله واړول

بمي چاودنې د امنيتي شركت وسله والو مرګ ژوبله واړول

د پكتيكا ولايت په سر روضه ولسوالۍ كې د يوه خصوصي امنيتي شركت په موټر پسې بمي چاودنه شوې.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې په دې چاودنه كې يې د نوموړي شركت دوولس تنه سرتيري وژلي دي.

خو د پكتيكا ځايي چارواكي وايي، چې دوه تنه وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي.

دا امنيتي شركت، د هغو كانټينر بار لويو موټرونو بدرګه كوي، چې له مركز كابل څخه، په پكتيكا كې مېشتو بهرنيو ځواكونو ته توكي لېږدوي.

له دې وړاندې هم په پكتيكا، پكتيا او خوست ولايتونو كې د وسله والو طالبانو له خوا پر هغو بار وړونكو موټرونو او ساتونكو بريدونه شوي، چې په دغو سيمو كې پرتو بهرنيو ځواكونو ته بېلابېل توكي وړي.