کور / خبرتیا او پيغامونه / د باچاخان مستند فلم (د امن مشال)د نومبر په ۸مه ښودل کيږي

د باچاخان مستند فلم (د امن مشال)د نومبر په ۸مه ښودل کيږي

دامن مشال فلم په اړه : 

((دامن مشال)) فلم چې په سرحدي ګاندي پاچاخان باندې جوړشوی ، لومړنۍ ښودنه یې د نومبر په (۸) ترسره کیږي ،

 

دپاچا خان پرانداوژوند باندې دغه فلم په راتلونکی میاشت کې دلومړي ځل لپاره نندارې ته وړاندې کیږي ، دغه فلم دیوې کانادای میرمنې ټی سی لوهان دیووشتو کالو څیړنو پربنسټ جوړاودم ګړۍ دغه فلم په نیویارک داندوامریکن فلم فیستوال ته وړاندې شوی دی . لاس انجلس ټایمز کښلی چې ددغه فلم دجوړښت کاردغې میرمې په افغانستان ، پاکستان اوهندوستان چې دپاچاخان دژوند اومبارزې ډګرونه وو ترسره شوی دی. دغه اخبارداهم لیکلي چې کله امریکایایانو د سبتمبر په ۱۱ پرافغانستان باندې بمونه اورول اودغه هیوادیې له یوې سترې  غمیزې سره مخامخ کړ، هغه بمونه چې راتلونکي خطرونه یې بم غورڅونکونه تصورکول ،پرهمدغه مهال لوهان په افغانستان کې دهمدغه فلم په شوټیڼګ باندې بوخته وه ، ددغه فلم په اړه زیاتروخپرونو داخبره په ډاګه کړې چې داپه دغوشرایطوکې چې پښتانه دهندپه نیمه وچه کې له سخت تشدد سره لاس اوګریوان دي اودنړۍ دجابرو ځواکونو له خوا سخت تشدد پردوی باندې تحمل شوي ، فلم به دټول بشریت په وړاندې داپه ډاګه کړي چې په دغو اوسنیو په درواغو تشدد کوونکو پشتنوکې د نه زورزیاتی او عدم تشدد داسې بې سارې څوک لکه پاچان  اودده غورڅنګ هم و اوهم شته چې په خپل واریوه لوړاواوچت انساني عمل ته یې اوږې ورکړې دی اوداثابتوي چې پښتانه هغه سوله خوښونکی قوم دی چې که څوک یې په خپله خاوره کې چې دوی پرې دزړه له کومه مین دي آرام پریږدي ، نو په دې کې شک نشته چې دوی به هم دپاچا خان دلارې رښتینې پیروان اولارویان نه وي.

په سرحد کې دامن مشعل یومستند فلم دی چې دپاچاخان په ژوند ، عدم تشدد ،پښتنو خدایی خدمتګاروباندې رڼااچوي ، ددغه فلم جوړونکی وایی چې په افغانستان کې ددوی لارښود یوقوماندان و ، دوی له موږ سره ترشپږوځلوزیات ددغه فلم دجوړولو په خاطردخیبرد درې په هسکو اوټیټوکې په ځانګړې مینه په دغه برخه کې مرسته وکړه، سره له دې چې دې خپله یومهم قوماندان و ،خوله موږسره یې په دغه سوله ییز کارکې داسې برخه واخیسته لکه دیوه عدم تشدد پلوي پښتون.

دفلم جوړونکې وایې ،ددغه فلم جوړیدو په ترڅ کې دکابل لنډې تنګې کوڅې په هغوحالاتو کې خورا سختې وې چې له دوی څخه یې کمرې نیول شوې وې اواجازه نه وه ورکړه شوې چې په دغه ترڅ کې لاس په کارشي ، خو دغه میرمن له خپل کانادایی هویت څخه په ګټې اخیستې سره په دې وتوانیده چې په دغه ترڅ کې خپل هدف ته ورسیږي . ددغه فلم له جوړولو څخه دفلم جوړونکې مهم هدف دادی چې دپښتنو دغه نومیالی اتل دنړې سوله دوستو خلکو ته وروپیژنې .

ددغه فلم په ترڅ کې دخدایی خدمتګاردپخوانیورضاکارو ونډه دپنڅومیرمنوپه ګډون هم دځانګړې پاملرنې وړده. په فلم کې دنامتوهندي فلمې اداکار اوم پوري په غږ سره دپاچاخان انځور دنندارې وړدی ، اوهم له پاچاخان سره په ماشومتوب کې دحامدکرزي کتنې په اړه هم یادونې  لیدای اوکتای شی .

دغه فلم دهند دنیمې وچې دزړونو دنومیالی پاچا ، فخرافغان په اړه لومړنې فلم دی چې له اوږدې مودې وروسته  دده د کارناموپه اړه چې دانسان دسوکالۍ ، آزادۍ اوپرمختګ په اړه ېې ترسره کړې دی دنړیوالوپه وړاندې ایښودل کیږي چې دلویدیزې فلمی نړۍ لپاره یې په اوسنې وخت کې ځانګړی اهمیت ترلاسه کړی دی ، باوردی چې ددغه فلم په ترڅ کې به نړۍ په دې باوري شي ، چې دپښتنوپروړاندې بې شکه یو داسې نړیوال په پټوسترګوتیرې شوی چې دهغه عاملین باید دنړیوال انسان په مخ کې له پښتنوڅخه پښنه وغواړي.