کور / تازه خبرونه / د امریکایی اییتلاف درې يوځیان ووژل سول

د امریکایی اییتلاف درې يوځیان ووژل سول

رویټر او اسوشیټیډ پریس د کابل څخه د امریکایی پوځ په حواله خبر ورکوي چی پرون د افغانستان په لویدیځ کی د امریکا په مشرۍ د اییتلاف درې پوځیان د سړک د غاړي پر ماین د هغوی د نقلیه وسیلې د ختلو له امله ووژل سول . منبع دا و نه ویل چی دغه پېښه په کوم لویدیځ ولایت کی وسوه . خو هلته اکثریت بهرني پوځیان امریکایان دي .