زه له دي جهاده تير يم : يو طالب

د لراوبر اداره | اکتوبر 23rd, 2008


په کوټه ښار کي ما له تيرو لسو کلونو راهيسي زده کړي کولي او د چالو باوړۍ په يوه مدرسه کي مي سبق وايه، له دي مدرسي څخه زما ګڼ ملګري د کوټي د نورو مدرسو په څير افغانستان ته د جهاد لپاره راتلل. په کوټه کي پاکستاني او افغان ملايانو موږ ته هميشه داسي تبليغات کول چي هوري کفار راغلي او وطن يي اشغال کړى، صليبي جنګ روان دى او هرچا ته دا ديني فريضه ورپه غاړه ده چي خپله ايماني او انساني وجيبه ترسره کړي. موږ يي هم جهاد ته تيار کړو. 


موږ ته داسي ويل کيدل چي اول بايد د ملي اردو او پوليسو عسکر ووژنئ، دا ځکه چي دوى د کفارو ملګرتيا کوي او د کفارو سترګي دي. 


د روان کال د سنبلي په مياشت کي زه هم د خپلي مدرسي له درو تنو انډيوالانو سره د افغانستان کندهار ولايت ته د جهاد په نيت رهي سوم.. 


کله چي په چمن کي له سرحد څخه سپين بولدک ته واوښتو، نو دوه دوه کسان سره جلا سوو او بيا مو په کندهار کي په ټاکلي ځای کي سره پيدا کړل.


په کندهار ښار کي له يوي شپي تيرولو وروسته ژړۍ، پنجوايي، سنځري او د ميوند ولسوالۍ ته ولاړو. موږ څلور سره انډيوالان په سنځري او ژړۍ کي سره يو ځای وو خو کله چي ميوند ولسوالۍ ته راتلم نو يوازي يو انډيوال مي راسره و.


نژدي يوه مياشت په ميوند ولسوالۍ کي وم او کله کله به د ګرشک بازارته هم ورتلم، په يخچال، ميرمندو، نهرسراج او نورو سيمو کي به د انډيوالانو سره اوسيدم. 


په ميوند کي مو د خارجيانو په ډيرو کتارونو حملي وکړي او د هغوی موټرونه مو وسوځول. خو زياتره به مو پوليس او د ملي اردو عسکر وژل. چي بيا به ملګرو تر پيښي وروسته کوټي ته زنګونه وهل او پر خپلو مشرانو يي زيرى کاوه.


ددي تر څنګ ما به ډير وخت ليدل چي ګڼ بيګناه کسان به زموږ د انډيوالانو لخوا راوستل کيدل، څوک به يي د جاسوسۍ په تور نيولي وو، څوک له حکومت سره د کومک په تور، څوک د موسسي او دولت د کارکوونکي په نوم، څوک د معلمۍ په ګناه او داسي نور…


ما چي نيژدي دا دوي مياشتي په کندهار کي تيري کړي نو يوازي مي په تعرضي حملو کي برخه اخيستي ده نه مي څوک د جاسوس په تور وژلی او نه په داسي وژنو کي شريک سوی يم. هغه څوک چي په ژوند يي د مرغۍ وينه هم نه وي تويي کړي د انسان وژل ورته سخت کار دى. 


خو کله چي د تلي پر پنځه ويشتمه زموږ انډيوالانو په ميوند ولسوالي کي څو بس موټران له سړک څخه راوګرځول نو د بس تقريبا پينځوس مسافر يي د ميوند ولسوالۍ يوي بيخي ليري او د غره ساحي ته راوستل. ما چي کله له خپل انډيوال څخه پوښتنه وکړه نو هغه راته وويل چي د ملي اردو کسان مو نيولي دي. موږ ته دغسي راپور راغلى دى. 


کله چي هغه ځای ته ورغلم نو مازيګر ناوخته وو د بس مسافر يي ټول کښينولي وو. د دوی رنګونه الوتلي او تک ژړ سوي وو. دا مسافر ټول نازک ځوانان وو، زموږ قوماندان ورته وويل: کله چي تاسو له کابله کندهار ته راتلئ نو موږ ته راپور راغی، موږ ښه خبر يو چي تاسو د څه لپاره راغلي ياست. په مسافرو کي يو نفر چي برګ دسمال يي پر غاړه تړلی و پوښتنه وکړه چي د څه شي لپاره راغلي يو، زموږ قوماندان ورته وويل: د ګلاب منګل زامنو، تاسو راغلئ چي په ملي اردو کي شموليت وکړئ او زموږ پر خلاف وجنګيږئ.


هغه ځوان په قسمونو شروع وکړه چي پخپل ايمان مي دي قسم وي موږ هرات ته ځو او د مزدورۍ لپاره ايران ته روان يو، په رب مو دي قسم وي چي په ټول عمر مو له ګلاب منګل سره خبري هم نه دي کړي او نه مو ورسره ليدلي دي. خو قوماندان ورته وويل موږ پوهيږو چي له تاسو سره څه وکړو، ستاسو چاره به وکړو، قوماندان طالبانو ته مخ راواړاوه چي بس رخصتوو يي له خيره. ما هم فکر وکړ چي بس ايله کوي يي خو انډيوال مي راته وويل چي هغي بلي دنيا ته يي رخصتوي.


ډير مي زړه درد وکړ او هغه ځوان مي جګ سترګو ته ولاړ و، کله چي ماښام رانيژدي سو نو مسافر يي څلور، څلور او پينځه پينځه سره وويشل. کومو کورونو ته چي يي دغه کسان وسپارل نو پر هري ډلي زياتو طالبانو پيره کوله. 


د ماخوستن تر لمانځه وروسته تقريبا پنځوس طالبان په همدغه کلي کي سره راټول سول چي ددي کسانو په اړه فيصله وکړو، زه هغه وخت پخپل قوماندان شکمن سوم کله چي هغه په ټيليفون په کوټه کي له کوم کس سره خبري کولي. اول خو زه نه پوهيدم چي هغه له چا سره خبري کوي خو کله چي هغه د کچلاغ، پښتون اباد، موسی کالوني پښتون اباد او کچره روډ نومونه واخستل نو پوه سوم چي په کوټه کي له چا سره خبري کوي. له هغي خوا يي مشوري اخيستي.


قوماندان ورته ويل چي سم ځوانان دي ډيرو يي ږيري خريلي او تيار انګريزان دي، ته بيغمه اوسه داسي کار به يي ور وکړو چي ته وايي شاباس. 


قوماندان له هغه کس نه خدای پاماني واخيسته او ټيليفون يي بند کړ. موږ ته يي وويل چي طالبانو يو بل ټيليفون لا پاته دي چي هغه هم راسي نو دوی به د جهنم کندي ته ور وغورځوئ.


زه حيران پاتي سوم او په زړه کي مي ويل چي خدايه دا کسان خو موږ په ميوند کي نيولي نو په کوټه ناست خلک په دي څه خبر دي چي دا مسافر څوک دي، له کوم ځايه راغلي او چيري روان دي.


ما همدا سوچ کاوه چي قوماندان ته بيا ټيليفون راغی، قوماندان له السلام عليکم وروسته ورته وويل چي ته بيغمه اوس د خدای په قران که يو هم د ژوند څکه راڅه وکړي.


ما ويل خدايه دا مسافر خو قسمونه خوري چي د مزدورۍ لپاره ايران ته روان دي نو قوماندان څنګه وايي چي وژنو يي. بيا مي هم زړه ته نه لويده او ويل مي چي کيدای سي بيرته يي پريږدي.


وروسته قوماندان طالبانو ته وويل چي تاسو هم ورسئ او په هغو کورونو له نورو طالبانو سره پيره وکړئ، ما چي په کوم کور پيره کوله نو د هغه کور د ميلمنو په خونه کي څلور مسافر وو. که څه هم په هغوی پسي د خوني دروازه قلف وه خو بيا به هم کله کله په خونه راګرځيدو. 


يو وار تقريبا دوه بجي وي د دروازي ټک سو کله چي په خونه راوګرځيدم نو هيڅ شی نه ښکاريده، چي دروازي ته ور نيژدي سوم نو دوه ځوانان د دروازي تر چولي راګوري او دوه نور ناست دي ژاړي ما ورته وويل څه کوئ هغوی په ژړا ويل چي د خدای لپاره وروره، په خدای قسم چي موږ د مزدورۍ لپاره روان وو، قاچاقبر ته مو پيسي ورکړي دي، چي ومو رسوي.


ما ورته وويل چي چپ سئ که دا نور طالبانو راخبر سي وهي مو. نور دوی هم غلي سول ما د دروازي له چولو له هغوی سره خبري پيل کړي، يوه ځوان چي سلګۍ يي وهلي راته وويل ګوره وروره زه يو بل کشر ورور او دري خوندي لرم، مور مي سپين سري او پلار مي بوډا دی که خدای ناخواسته په ما څه وسي نو هغوی به څه کوي. ما ورته وويل ورورکه زه څنګه وکړم هغه قوماندان خو تا وليد چي لکه ليوه داسي دی او څوک ورته څه نه سي ويلی.


هغه ځوان ويل چي د خدای لپاره په موږ رحم وکړه ما ورته ويل چي بس اوس بيده سئ سبا له خيره به ګورو زه کوښښ کوم چي يو څه وکړم.


کله چي سهار سو نو څلور واړه مو د لمانځه د ادا کولو لپاره را وايستل، د دوی له شکلونو معلوميده چي يوه يي هم خوب نه دی کړی ځکه د ټولو سترګي سري او ډير وارخطا وو.


دوی لمونځونه ادا کړل او د سهار چای يي هم په همدغه کور کي وڅښلي، تقريبا سهار اوه بجي وي چي قوماندان په کلي کي د غونډي لپاره مشخص ځای ته وغوښتلو. 


کله چي هلته ورغلو نو د تيري شپي دوه چنده طالبان حاضر وو، قوماندان وويل چي ددي کسانو په اړه فيصله سوي او ټول بايد ووژل سي او دا زموږ د علماوو متفقه رايه ده. ما ورته وويل چي قوماندان صاحب مسافر خو وايي چي موږ ايران ته د مزدورۍ لپاره ځو او قسمونه خوري چي نه په ملي اردو کي دي او نه له ګلاب منګل سره پيژني. قوماندان راته وويل چي خير ستا دومره وخت نه دی وتلی له دي شيانو سره به اموخته سي، هغه زياته کړه موږ او تاسو په دي پوهيږو چي څنګه څوک ووژنو او فيصله نه سو کولی، فيصله کول د نورو علماوو کرامو کار دی.


قوماندان وويل چي مولوي صاحب ته مي ډير ټيليفونونه وکړل خو د هغه ټيليفون جواب نه وايي، د قوماندان يو انډيوال ورته وويل چي يوفون يي ډير وخت بند وي په وارد ورته زنګ ووهه، قوماندان ويل چي وارد يي هم کار نه کوي، هغه کس ورته وويل چي د وارد دري نمبرونه لري، تا په ټولو ورته زنګ وواهه، قوماندان ويل چي نه زما سره يي د وارد يو نمبر دی، هغه طالب يو بل نمبر ورکړ، کله چي يي زنګ ورته وواهه نو روخ سو. قوماندان ورته ويل چي مولوي صاحب ټليفون دي کار نه کاوه، که څه هم نورو مولوي صاحبانو به د فيصلی په اړه له تا سره حال کړی وی خو ما غوښتل چي پخپله خبري درسره وکړم.


په دي وخت کي قوماندان د ټليفون لوډ سپيکر چالان کړ او موږ يي هم ږغ واوريده، مولوي صاحب ورته ويل چي زه له نورو مولوي صاحبانو سره حاضر وم بس زما هم هغه فيصله ده بس د ټولو سرونه ووهئ. 


له همدي سره يي خدای پاماني واخيسته، قوماندان ما ته وکتل ګوره طالبه، دا د ټولو علماوو ګډه فيصله ده، اوس خو به دي قناعت حاصل سوی وي. ما ورته وويل چي قوماندان صاحب هغوی خو په کوټه کي ناست دي، څه بزرګان خو نه دي چي ددي خلکو په ګناه پوه سي. قوماندان په خوشکه صرف دومره راته وويل چي: که بزرګان نه دي نو له بزرګانو کم هم نه دي او په دي اړه د نورو خبرو ضرورت نسته.


قوماندان وويل چي طالبانو دا کسان ټول له کلی وباسئ او پام مو وي چي لاسونه يي بايد تړلي وي. موږ هم کسان په موټر سايکلونو سپاره کړل او له کلي مو وايستل. کله چي د کلي غرب خواته لوی مانده ته ورسيدو نو د مسافرو هري ډلي ته چي څلور، څلور يا پنځه پنځه نفره وو، طالبان له ټوپکونو سره ورته ولاړ وو، ما لا دلته هم فکر کاوه چي له هغه برايي ځوان سره به چي ډيري زارۍ يي راته کړي وي يو کومک وکړای سم.


کله چي مو دوی له موټر سايکلونو راکښته کړل نو هغه د برايي ځوان راته وويل چي دلته مو ولي راوستو له همدي سره په ژړا سو او ويل يي خدايه لکه چي اخره مو ده، دي ځوان په زوره زوره ژړل، مور و پلار ته يي ناري وهلي او د خپل ورور او خويندو نومونه يي اخستل.


له همدي سره د مانده په سر کي ټکونه شروع سول چي يو ځای ورسره چيغي سوي، ځکه دا کسان دومره سره لري نه وو تقريبا د دري سوه ميترو په فاصله کي وو. کله چي د مانده په سر کي ټکونه او ژړاوي شروع سوي نو ټولو مسافرو په چيغو شروع وکړه.


په همدي وخت کي مي قوماندا وليده چي د مانده په غاړه په موټر سايکل سپور را روان و او د طالبانو هري ډلي ته به يي ويل چي ولئ يي. 


زه له درو نورو طالبانو سره د مانده په اخر کي دغو مسافرو ته ولاړ وم، کله چي قوماندان موږ ته راورسيده نو ويل يي تاسي ولي ورته ګورئ، بسم الله کړئ، زما لاسونو هيڅ کار نه کاوته، زما سره دوو تنو نورو طالبانو دوه مسافر چي ناست وو په سرونو وويشتل، خو هغه ځوان چي د شپي يي ژړل او يو بل مسافر لا ژوندی و او ټک نه و ورباندي سوی، قوماندان راته ويل چي هله د دغو کار هم ورخلاص کړئ، ما د هغه ځوان يوي او بلي خوا ته خطايي ټکونه وکړل او هغه ځوان ځان وغورځاوه، قوماندان ويل يا طالبه داسي نه کيږي، داسي يي وله، زما له مخي يي هغه ځوان په يوه پښه وويشت هغه ټوپونه وهل او چيغي يي وهلي.


قوماندان نور هم رانژدي سو او هغه ځوان يي پر سر دوه مرمۍ وويشت. 


کله چي يي دا ځوان وواژه نو قوماندان ويل چي نور راځئ او يو نفر دلته پاته سئ، کله چي بيرته روان سو نو د مانده په سر کي مي د څلور پينځو ځوانان سرونه وليدل، چي جسدونه يي په مانده کي پراته او سرونه يي د مانده غاړي ته راغورځولي و.


په دي وخت کي مي ضمير ولړزيده او د جهاد په نوم مي د ظلم او بربريت انتها وليده، هلته مي فيصله وکړه چي زه نور طالب نه يم په دا سبا يي له ميونده را روان سوم چي بس نور به سيده خپل کور ته ځم، سبا چي کله سړک ته راغلم نو د هلمند يو بس موټر ته ورختم، په موټر کي همدا بحث روان او خلکو ويل چي طالبانو څلويښت کسان وژلي.


ما به هر وخت فکر کاوه چي په افغانستان کي به روان حالت کټ مټ هغسي وي لکه څنګه چي ما په کوټه کي اوريدل خو پوه سوم چي دلته نور څه دي، د جهاد او بهرنيانو پر وړاندي د مبارزي په نوم د عامو خلکو په خاصه توګه زما د خپلو پښتنو قتل عام روان دی.


زما په ذهن کي د هغو زرګونو ترخو خاطرې زياتي ژوندۍ دي چي زړه او ضمير مي دردوي، که چيري يې ونه وژلم دا ډول خاطرې به يوه په يوه تاسو ته بيان کړمه، که چيري يې ووژلم الله جل جلاله دي مغفرت راته وکړي. که څوک زما د ساتني ضمانت کولاى سي او د طالب وحشيانو له منګولو څخه مي ژغوري تماس دي راسره ونيسي، زما د ايميل ادرس دا دى:

ghlamsarwar@gmail.com


ما خپلي دا څو کرښي د خپل يوه ملګري په مرسته په کمپيوټر وليکلې، زه خپله کمپيوټر نه لرم. هغه ته هم اجرونه غواړم. 

يو طالب العلم چي پخوا مي د جهاد نيت درلود

Copyright Larawbar 2007-2024