کور / خبرتیا او پيغامونه / دفاتحې خبرتیااو دقران عظیم الشان ختم (خیرات)

دفاتحې خبرتیااو دقران عظیم الشان ختم (خیرات)

د جرمني دبایرن مېشتو افغانانو کولتوري ټولنــه او اسلامي مرکز په ژوره خواشیني سره ټول افغان ولس او په ځانګړي ډول د شهیدوزلموبې وسه اومسکینو کورنیو ته له خدای (ج) څخه جمیل صبر غواړي،  زموږ دکولتـوري ټولنې او اســـلامي مرکز ټول غړي په دې دردونکــي ویر کې  خپل ځانـونه شریک ګڼي ، دا زموږ ټولو ګـډ ویر دی، موږ به سبا دجمعې په مــبارکـــه ورځ  دلغمان دتنکیـو ګلانـو لپاره زموږ په نوي اسـلامي او کولتوري مرکز کې د قران عظیم الشــان ختم اوخیرات  وکړو ، فاتحه به  یې واخلـواو  پاک سبحـــان ته به  زارۍ وکړو چي ، نورله افغان غولي څخه د ویر ټغر ورټول کاندي ، زموږ دې  بې ګنـــاهوزلمو  ته فردوس  جنـت  ور په برخه ، دکـورنیـــو پاتې غړو ته یې جمیل صبر او قاتلینوته یې  سزاورکړي  .

موږ  مونشن  مېشتو او دګاونډوسیمـــــــو ټولوافغـــانانــو ته  خبر ورکوو چي ، له موږ سره  ددې ویر په  ټغر راټول خپله ملي اودیني وجیبه سر ته ورسوي .

نېټـــــــــــــــــــــــــــــه : ۲۴ ـ۱۰ـ ۲۰۰۸ کال

پتـــــــــــــــــــــــــــــه :  Machtlfinger Strasse 10
            80379 – München            
دمونشن ښار سوهیلي برخه دمختل فِنـــــــــــــــګ سیمـــــــــــــه 



یادونــــــــــــــه:  دلازیاتو مالوماتو دترلاسه کولو لپاره په لاندنیو شمیرو اړیکې نیولای شئ:
 
۰۱۷۳۴۷۰۸۳۸۸   –    ۰۱۵۱۵۰۴۱۳۵۹۴