کور / تازه خبرونه / پاکستان : باجوړ ته طالبان د افغانستان څخه را اوړي

پاکستان : باجوړ ته طالبان د افغانستان څخه را اوړي

د پاکستان ډېلی ټایمز ورځپاڼه او بی بی سی د پاکستان د سرحدی قواوو د لوی قوماندان جنرال طارق خان په حواله خبر ورکوی چی باجوړ ته طالبان ټوله د افغانستان څخه را اوړي . ده وویل چی ما دا مسأله د ناټو ، امریکا او افغانی مقاماتو سره مطرح کړې ده . ده ادعا وکړه چی په پیل کی به په هرو دوو- درو ورځو کی څه نا څه ۲۰۰ طالبان د افغانستان څخه باجوړ ته راتلل تر څو د ځایی طالبانو تر څنګ جنګېدلي وای . ده تور ولګاوه چی د باجوړ طالبان د افغان قوماندان قاری ضیأ الرحمن تر قوماندې لاندی راسره جنګېدل . ده دعوه وکړه چی بهرني تروریسټان لکه چچین وال ، ازبکان ، افغانان ، او ترکمنان په باجوړ کی موجود دي او هغوی د بهرنیو هېوادو څخه مرستی تر لاسه کوي . خو ده د دې هېوادو نومونه ذکر نه کړل . ده وویل چی باجوړ به د نوامبر تر پایه کاملأ ونیسو . خو څېړونکي وایی چی د نوامبر په وروستیو کی به ژمی د پوځی عملیاتو ډېر مخنیوی وکړی . کابل تر اوسه د اسلام آباد پورتنیو تورونو په هکله هیڅ غبرګون نه دﺉ ښودلی .