کور / تازه خبرونه / خر خپل ځان او یو پولیس ووژی !

خر خپل ځان او یو پولیس ووژی !

فرانس پریس آژانس د کندهار څخه خبر ورکوی چی هغه خر چی په چاودېدونکو موادو بار و ، پرون په کندهار کی هغه وخت په ریموټ کنټرول سره وچادول سو چی د پولیسو موټر یې تر خوا تېرېدی. د دې نوي شانته حملې په نتیجه کی یو پولیس ووژل سو او دوه نور د یو ملکی سړي په شمول زخمیان سول . چاودنه دومره شدیده وه چی دغه موټر یې څو متره لیری په یوه کنده کی وغورځاوه . د خره د بدن ټو ټو منطقه پر سر اخیستې وه . دا لومړی ځل دی چی په خره سره دونه شدیده بمی حمله کیږی .