کور / شعر / لويه خدايه !

لويه خدايه !

ټــول صفــات مـي ستـا منــلي پاکــــــه ربــــه
عـقيـده بــه مــي هـيــڅ نســي مـــذب ذبـــــه


تـــه قــوي يې، تــه قـهـار يې، تـه جبـار يـې
پنـــاه غـــواړم ستـــا لـــه قــهـره لـه غــضبــه


ستـــا پــه امـــر په فـرمان چي عمــل نه وي
دهــغـــو ژونــــــدون وي ډک لــه اخ و ډبـــه


بنده ګان دي سوه سرکښه ستــا لــه امــــــره
د اسلام کــــلمــه تــش بـــــــاســـــي د لــبــــه


بنده ګان دي ځان ته نور بنده ګان غواړي
فــــرعـــونــي مـــزاج پــيــدا لــه دې سبــبـه


د نـــاحـقــي خــــونـرېـــزۍ تــا مـنــع کـــړي
روي ګــردان سوه له قــرآنــه لـــه مــذهـبــه


د روپـو په حب کي شپه او ورځ اخته دي
ډيـروي حـــــــرام امـــوال لــــه دروه  درَبـــه


تــه دانــايې،  تــه بينايې، تــه بــصيـر يې
تــه آګـــــاه يــې د سرکـــښو د مـــــطلــبــــه


د عـــاجــزه بــــنـــده ګـــانـــو نـــــــاره واوره
د شيــطان پـــر دسيسو يـــې کـــړه اغـلبـه


اميــدوار د هــدايـت عبــدالــهـــادي دی
چــي حـضــور تــــــه ودريــږي بـــا ادبـــــه


 “پټي کرږي ” ،  د عبد الهادي ريشاء د اشعارو د لومړۍ مجموعې څــخـه