کور / تازه خبرونه / امريكا: د پياوړي اقتصاد لرونكى پاكستان د امن ضامن دئ

امريكا: د پياوړي اقتصاد لرونكى پاكستان د امن ضامن دئ


د امريكا متحده ايالت وايي د پاكستان د اقتصاد خرابي به په نړۍ كي نوري ستونزي هم وزېږوي او كه چيري دغه هيواد پر پښو ولاړ او اقتصادي يې پياوړى وي، په نړۍ كي د امن ضمانت كولاى سي.
د سپيني ماڼۍ وياند په خپل اونيز خبري كنفرانس كي وويل امريكا د پاكستان د اقتصادي حالت څارنه كوي او د آى ايم ايف له سازمان سره پاكستان ته د مرستو په خبرو بوخت دي.
نوموړي وويل پاكستان د ترهګرۍ خلاف جنګ په لومړي صف كي قرار لري.
د سپيني ماڼۍ وياند په داسي حال كي د پاكستان د اقتصادي ملاتړ ټټر وهي، چي د كارپوهانو په وينا دغه هيواد خپله هم د ډېوالي كېدو په حال كي دئ، او د امريكا ټينګ ملګرى پاكستان چي اوس يې اقتصادي مخ پر ځوړه روان دئ، همدا لامل دئ چي له امريكا څخه يې مخ د چين پر خوا اړولى دئ.