کور / شعر / غزل

غزل

څه وړې وړې سلګۍ وهي رپېږي
نه پوهېږم چي ژړېږي كي خندېږي
بيا د اوښكو په درياب به مي لاهو كړي
له ژړا يې سترګي ډكي ډكي كېږي
له هيبته يې زلفان خواره واره دي
د پلو په ښويېدلو لا ځورېږي
ما يې سترګو ته لا سم كتلي نه دي
وراخطا زړګى مي وړاندي روستو كېږي
راته وايي خداى دي مړ كړه لېونيه
ستا د لاسه مي زړګى هر وخت دردېمي
اوښكي وچي، زلفي سمي كړه راپاڅه
چي احساس دي شونډو سرو ته نه صبرېږي