کور / شعر / شمعې سوځيږه !

شمعې سوځيږه !


عبدالاحد پيغامشمعې سوځيږه ! ترسحره پورې نه رسيږو
دګل دحُسن ترمحشره پورې نه رسيږو


ستا دمظلومو اوښكو سرو زخمونو رنګ را نه وړ
لمبه لمبه شه تر د لبره پورې نه رسيږو


ته خولاښه يې چې پرهر پرهر شې ساه وركوې
موږ بد نصيبه  تر پرهره پورې نه رسيږو


ته د وجود د لمبو جام كې خپل نظر ويشې
موږ داسې ورك يو ترنظره پورې نه رسيږو


ساقي ! اورونه دپيالو په غيږ كې ولګوه
سبا قيامت دى تركوثره پورې نه رسيږو


څوك دجذبو په لېونيو توپانو كې ورك شول
موږ لا دخيال ترسمندره پورې نه رسيږو


پيغامه ! ستا د قسمت كرښي هم بدلې نه شوې
پرسرو سكروټو ځو ترلمره پورې نه رسيږو
۳۰/ ۵ /۱۳۸۶