کور / خبرتیا او پيغامونه / د اسلام اباد په نړېوال پوهنتون کښي پښتو ته رسمي ځاى ورکړل شو

د اسلام اباد په نړېوال پوهنتون کښي پښتو ته رسمي ځاى ورکړل شو

د اسلام اباد په نړېوال اسلامي پوهنتون کې د پښتو ژبې لپاره د پوهنتون په کتابتون کې رسمي څانگه پرانستل شوه.
په نړېواله کچه ددغه مشهور پوهنتون په کتابتون کې تر دمگړۍ د پښتو ژبې لپاره ځاى نه و، خو اوس په پوهنتون کې د افغانانو محصلينو د اتحاديې د فرهنگي څانگې پر هڅو، چې مشري يې لطف الله خيرخوا په غاړه لري د پوهنتون په کتابتون کې د پښتو ژبې لپاره په لومړي ځل د پوهنتون د رياست له لورې په رسمي توگه ځاى ورکړل شو.
په پوهنتون کې د افغانانو د محصلينو اتحاديې له پښتنو څخه غوښتي، چې له دوى سره د کتابتون په بډاينه کې مرسته وکړي او د کتابتون لپاره دې  افغان محصلينو اتحاديې ته د علمي او تحقيقي(پښتو) کتابونو په  ورکولو سره خپل ملي مسووليت پوره کړي.
په کتابتون کې د کتابونو د مرستې لپاره د پوهنتون د افغان اتحاديې د اړيکو لپاره د فرهنگي څانگې د رييس لطف الله خيرخوا سره پر لاندي پتو اړيکي نيولائ سئ :


د لطف الله خيرخوا شمېره : ٠٠٩٢٣٣٣٩٢٧٧٠٦٣
د خالد حاتم برېښناليک : Hatam_khalid@hotmail.com