کور / تازه خبرونه / د کابل چاپ ورځپانو ته کتنه

د کابل چاپ ورځپانو ته کتنه

د ویسا خپلواکې ورځپاڼې لیکلي دي که چیرې افغان دولت او طالبان خبرو اترو ته کیښني په افغانستان او سیمه کې د القاعده واک او فعالیتونه له ستونزو سره مخ کیږي.

ورځپاڼې د امریکا د یو ایس ټوډې ورخپاڼې د یو رپورټ په استناد لیکلي دي چې امریکا د افغانستان لپاره پخپله ستراتیژۍ له سره کتنه کوي.

ورځپاڼې په یو بل مطلب کې لیکلي دي چې د امن په جرګه کې د پاکستان له طالب مشرانو سره خبرې کیږي.


د هیواد دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د ولس مشر کرزي په راډیو يې وینا تبصره کړې او هغه يې د هیواد د شتو ستونزو په وړاندې د ولس مشر کرزي  پیاوړې ملي هوډ بللې دې.

ورځپاڼې په یو څیړنیز مطلب کې پدې ټینګار کړې دې چې په هره پریکړه کې چې د هیواد د روانو حالاتو په اړه کیږي باید ملي ګټې په پام کې ونیولې شي.

ورځپاڼې دا هم لیکلي دي چې لوږه نا امنۍ اداري او نشه يې توکي په افغانستان کې د بدمرغیو ستر لاملونه دي.


د هشت صبح نا دولتي ورځپاڼې هم د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د خبرو مسله راغستې او د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د مرستیال د سکرتر په حواله يې لیکلي دي چې دا خبرې باید د افغانستان د اساسي قانون په رڼا کې وشي.

ورځپاڼې په یو بل مطلب کې لیکلي دي چې د امریکا ددفاع وزیر په افغانستان کې د ښه همکارۍ غوښتنه وکړه.

په ورځپاڼه کې دا هم لیکل شویدي چې د جرمني سیاستوال په افغانستان کې د خپلو سرتیرو لپاره د زیاتو امتیازاتو غوښتنه کوي.


د ارادې خپلواکې ورځپاڼې بیا د  افغانستان د  بهرنیو چارو د وزیر په حواله په یو مطلب کې لیکلي دي چې  له طالبانو سره خبرو دویمه لړۍ به په دوبۍ کې پیل شي.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې هم د جوړ جاړي لپاره روانې هڅې څیړلي خو لیکلي دي چې دا بهیر باور جوړونې ته اړتیا لري.

ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په غټ سرلیک کې لیکلي دي چې په بادغیس کې د بهرنیو ځواکونو په هوايې بمبارۍ کې شاوخوا سل تنه ملکیان مړه او ژوبل شویدي.


د راه نجات نا دولتي ورځپاڼې د امریکا ددفاع د وزیر  دا وینا راغستې چې امریکا په افغانستان کې د اوږد مهاله بریالیتوب په لټه کې دې.

په ورځپاڼه کې د نشه يې توکو په خلاف د مبارزې د وزارت په نقل لیکل شویدي چې د نشه يې توکو په تولید کې کمښت یوازې د سیمه ایزې همکارۍ له لارې ممکن دې.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې په افغانستان کې د بیان په ازادۍ تبصره کړې او لیکلي دي چې دا ازادي د افراط او تفریط ښکار شوې ده.


د ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې بیا هم د یو برطانوي قومندان دا څرګندونې راغستي چې د طالبانو پر ضد ددوې جنګ پریکنډه برې ترلاسه نکړي.

په ورځپاڼه کې دا خبر هم خپور شوې چې په لغمان ولایت کې په زرګونو خلکو د طالبانو پر ضد احتجاجي مظاهرې وکړې.

ورځپاڼې خپله سرمقاله د ملي ارمان ورځپاڼې له مسؤل مدیر سره د دولت په چلند تبصره کړې او هغه يې د بیان د ازادۍ او د نافذه قوانینو په خلاف بللې ده.


د اصلاح او انیس  دولتي ورځپاڼو هم د افغانستاو او سیمې په روانو حالاتو او پیښو خبرونه او تبصرې خپرې کړیدي.

انیس پخپله سرمقاله کې د ولس مشر کرزي په راډیو يې وینا تبصره کړې او لیکلي دي چې ولس مشر کرزي پخپله دې وینا کې یو ځلې بیا مخالفینو ته د خبرو بلنه ورکړه.

خو اصلاح بیا لیکلي دي چې  ولس مشر کرزې غواړي خلک له جنګ جګړو څخه وژغوري.


د پیمان نا دولتي ورځپاڼې بیا د امریکا په یوه انتخاباتي مناطره کې د بارک اوباما او جان مک کین تر منځ شوي بحث ته په اشارې لیکلي دي چې د طالبانو د بیا پاڅون مسؤل پخپله امریکا ده.

په ورځپاڼه کې لویدیځو سرچینو په حواله دا هم لیکل شویدي چې طالبان په طالبانو ولایت کې هم خپل حضور پیاوړې کړې دې.

په ورځپاڼه کې د واشنګټن  پوسټ ورځپاڼې د یو رپورټ په استناد لیکل شوي چې امریکا د پاکستان د وروستیو اقداماتو په اړه اندیښمن دې.