کور / تازه خبرونه / بمباريو د۲۰ طالبانوترڅنګ ۱۹ ولسۍ وګړوته مرګژوبله اړولې

بمباريو د۲۰ طالبانوترڅنګ ۱۹ ولسۍ وګړوته مرګژوبله اړولې

تيره ورځ دهلمندولايت دنادعلى ولسوالۍ دچانجيرپه سويك غربي سيمه كى دايساف ځواكونوجنګى الوتكودبمبارپه ترځ كى دشلووسلوالوطالبانوترڅنګ نولس ولسۍ وګړوته مرګ ژوبله اړولى چى په ولسۍ وګړوكى ښځۍ اوماشومان شامل دى.

په هلمندولايت كى ددوسوه پنځم اتل قل اردوددريمى پلى ليواقوماندان جنرال محي الدين غوري وويل چى په ياده سوى سيمه كى يوازى دايساف په چوكاټ كى برتانوي سرتيرو فوځى عمليات پيل كړى .

نوموړى وويل چى دعملياتوپه ترځ كى په هوايي بمباركى شل تنه وسلوال طالبآن وژل سوى اوديارلس ولسۍ وګړوته مرګژوبله اوښتى چى په وژل سواوژوبل سوكسانوكى څلور وژل سوى اونهه تنه ژوبل سوى دى خوځايي خلك بيا دولسۍ وګړوشمير نولس ښىى.

آه خواوسلوال طالبآن خپل لوري ته مرګ ژوبله نه منى اووژل سوى اوژوبل سوى كسان ټول ولسۍ وګړى ښىى قاري يوسف احمدى چى ځان دوسلوالوطالبانووياند راپيژنى ديوناڅرګند ځاي څخه دټيلفون په ليكه كى وويل چى تيره ورځ ددوى ملګرودچانجير په لوى مانده سيمه كى دملى اردويورينجر موټر په ماين الوځولى چى دچاودنى په ترځ كى اووه تنه دملى اردوسرتيري وژل سوى دى نوموړى وويل چى دچاودنى وروسته په سيمه كى بمبار وسوچى نتيجه كى ولسۍ وګړوته مرګ ژوبله واوښته .

دسيمى يوتن چى حاجى محمد نوميده وويل په دغه بمبار كى ددوى دكورنى ديارلس تنوته مرګ ژوبله واوښته نوموړى وويل چى دري ښځى اويوماشوم ووژل سوه اونهه تنه ښځى اوماشومان ژوبل سو ه نوموړى وويل چى خپل ژوبل سوى كسان مو دامهال په لښكرګاه كى دامرجنسى روغتون ته راوړى .

ده زياته كړه كه ولس مشر  موغوورنه سى كولاي  نودي ددولت چوكى پريږدى .نوموړى وويل كله چى ولسۍ وګړى ووژل سى نويوازى بخښنه غواړى ده زياته كړه ترڅوبه ولسۍ وګړى وژل كيږى كه چيري دغه وژنى دوام ولري نوبه موږ ددولت نه لاس واخلواو دنړيوالوځواكونوسره به په جګړه لاس پوري كړو.

يوبل تن چى محمدګل نوميده او دامرجنسى روغتون مخى ته ولاړ وو وويل چى دده دكورنى هم شپږتنه په همدى بمباركى ژوبل سوى

ديادونى وړده چى څوورځى وړاندى هم دنادعلى په ولسوالۍ كى دبمباريوپه ترځ كى اوويشت ولسۍ وګړي وژل سوى وه چى چارواكوداتلسوپخلى وكړ.