کور / تازه خبرونه / په کابل کي د ايساف پر کاروان ځانمرګی بريد وسو

په کابل کي د ايساف پر کاروان ځانمرګی بريد وسو

 


ځانمرګي بريدکوونکي نن سهار په کابل کي اته کسان ژوبل کړل ، د ايساف ځواکونو وياند لراوبر ويبپاڼي ته وويل چي نن سهار ددوی پر کاروان د هوايي ډګر په نژدو کي ځانمرګی بريد وسو چي ددوی ځواکونو ته يې مرګ ژوبله  نه ده اړولې .


ذبيح الله مجاهد د ځانمرګي بريد پړه پر غاړه واخيسته . د کورنيو چارو وزارت وياند زمري بشري خبريالانو ته وويل چي په پېښه کي اته ولسي وګړي ژوبل سوي او بريد کوونکي له منځه تللی دی .


عيني شاهدان وايي چي ځانمرګي خپل ټونس موټر هغه وخت وچاوده کله چي د ايساف ځواکونو کتار له سيمي تېر سو  . د وزير اکبرخان روغتون يوه کارکوونکي وويل چي تر ټولټال تر شلو زيات کسان په پېښه کي ژوبل سوي دي .


ذبيح الله مجاهد وايي چي په دې بريد کي يې شپږ تنه د ايساف ځواکونه او شپږ تنه افغان پوليس وژل سوي دي .