کور / تازه خبرونه / د ولسمشر وياند: راتلونکي کال به ډيري برياوي ولري

د ولسمشر وياند: راتلونکي کال به ډيري برياوي ولري

 


د ولسمشر کرزي وياند نن په يوه خبري کنفرانس کي څرګنده کړه چي افغانستان به په راتلونکي کال کي ډيري برياوي ولري .


همايون حميد زاده وويل د نړيوالي ټولني سره د افغانستان ښې اړيکي ، د امنيت ټينګښت ، د ملي اردو کلکي کرښي او  د يو شمېر ملي پروژو پلي کيدل موږ خوشبين کوي چي راتلونکی کال به افغانستان د نوو برياوو شاهد وي .


هغه وويل : هغه ستونزي چي د خلکو باور يې کم کړی دی موږ دې ته هڅوي چي له تيرو څخه درس واخلو او په راتلونکي کي د ولس سره واټن راکم کړو . سره له دې چي د افغانستان په سهيلي سيمو کي د طالبانو ګواښونو د خلکو باور د حکومت پر وړاندي کم کړی دی خو موږ ددې ټولو خبرو علاوه باور لرو چي راتلونکی کال به ډيري برياوي ولرو .


د ولسمشر کرزي دا خبري په داسي حال کي کولې چي دغه اوس د هيواد شپږ ولسوالۍ د طالبانو تر واکمنۍ لاندي دي . په هيواد کي دننه زيات شمېر افغانان سرپنا نه لري او له خپلو سيمو وتلو ته مجبوره سوي دي  او په پرله پسې ډول د بهرنيو ځواکونو په بمباريو کي بېګنا افغانان وژل کيږي .