کور / تازه خبرونه / په پېښور کي د آی ايس ای دفتر مخته ځانمرګی بريد وسو

په پېښور کي د آی ايس ای دفتر مخته ځانمرګی بريد وسو

 د پاکستان د پوځي استخباراتو ادارې مخته ځانمرګی بريد وسو 


په پېښور کي د پاکستان د استخباراتو دفتر مخته د شنې بوقرې ( چادرۍ ) درلودونکې کس ځانمرګی بريد ترسره کړی دی .


لومړني معلومات ښيي چي د بريد کوونکي تر څنګ نوره مرګ ژوبله هم رامنځته سوې ده . د دې پېښي په اړه پورته تفصيل وروسته پرليکه کيږي .


دا چاودنه دکابل نړيوال هوايي ډګر مخي ته د ځانمرګي بريد څو ساعته وروسته ترسره کيږي . په هغه بريد کي تر شلو زيات کسان عام وګړي ژوبل سوي وو .


پاکستاني پوليسو لراوبر ويبپاڼي ته وويل . ځانمرګی بريد د يوې ښځي له خوا ترسره سو چي هيڅ ډول مر؛ ژوبله يې نه لرله .


پاکستاني پوليسو د چاودني ځای د عيسوي تبليغيانو مرکز بللی دی ، لراوبر ويبپاڼي ته رارسيدلو ناتاييد سوي خبرونه وايي چي پېښه د ای ايس ای دفتر مخي ته هغه وخت رامنځته سوه کله چي ددروازې ساتونکو ښځه دفتر ته د ننوتلو څخه منع کړه .