کور / شعر / د مشرق سویټزرلېنډ که دوزخ؟

د مشرق سویټزرلېنډ که دوزخ؟

      د مشرق سویټزرلېنډ که دوزخ؟
سپین دا چېرته تلی؟
جنازې له
سحر چېرته تلی وه؟
جنازې له
او غرمه؟
جنازې له
او ..
او ماځیګر هم جنازې له تلی و؟
نو لکه ټوله ورځ
او نن سبا ټوله ورځ جنازې کوي
ـــــ
توبه خدایه توبه
خېر خو دی؟
بیګاه مې عجیبه خوب لیدلی ــــ توبه خدایه توبه
خوب کې دې څه لیدلي؟
خو ب مې لیده چې د دیوارګریه د سترګو نه اوښکې او زمونږ د دیوالونو نه ویني دارې وهي
ـــــــــــــــ
ته په مالاکنډ راغلې؟
هو
په لاره تالاشي وه؟
هوــــ سپاهیانو د سرنه تر پښو پورې خلق لټول
د چا سره یې څه ونیول؟
هو ! د یو سړي سره یې تمانچه او د بل سره یې د یو سیګرټ مال ونیوه
نو لکه سیکیورټي دومره سخته ده؟
هو کنه
نو بیا دا راکټ لانچرې ،بمونه او نوره وسله څه رنګ رارسي ؟
ته راکړه یو وار نسوار
ــــــ
په اخبار کې دوه خبرونه په یوه ورځ چاپ دي
کوم کوم؟
د یو خبر سرخي ده ـــ مینګوره،چارباغ،او مالم جبه کې ورانکاري او د بمونو چاودنې
او دویم خبر؟
دویم خبر کې سرکار اعلان کړی دی چې په مري کې به سېل ګرۍ او هوټلنګ ته وده ورکول کیږي
ــــــــــــ
پرونۍ پالیسي څه وه؟
پرون زه په دین مين وم او د اسلام د قلا څوکیدار ،مجاهد،نمازي او شهید وم
او نن ؟
نن زه شر پسند،دهشت ګرد ا وخودکش
دا اصلاحات د کوم ځايې نه راځي؟
دعېبو علم خدایې ته ده او خدایې په خپلو کارونو ښه پوهیږي
ــــــــــــــ-
خبر یې پرون دسوات سیند مړي په سر راخستي وو او خلقو یو یو بهر ته راویستو
څوک وو؟
یو مړی خو د ایف سي والا و
څوک وو؟
پښتون و
بل؟
د بل اوږدې اوږدې څڼې وې ـــ طالب مالومیده
څوک وو؟
پښتون و
بل؟
بل د چا زنانه وه،خلقو ویل د جینکو د سکول استاذه ده
څوک وه
پښتنه وه
او بل ؟
بل شلیدلې جامې اغوستې وې مزدوکار وه
څوک وه؟
پښتون و
وارثان یې پیدا شول؟
ساده سواتیه!د پښتنو وارثان چرته وي


ریاض تسنیم کراچۍ