کور / کتاب / د افغانستان د کړکېچ د حل لار

د افغانستان د کړکېچ د حل لار


دا د بهر مېشتي افغان روښانفکر دوکتور محمد فاروق اعظم امريکا ته د ٢٠٠٨ز کال د مى له ٢٠ د جون تر ٩ د رسمي يانه لنډ راپور دى، چې پکې يې د افغانستان د اوسني کړکېچ د حل په اړه د امريکا مېشتو افغانانو او امريکايي چارواکيو پوښتنې ځواب کړې.
دوکتور فاروق اعظم د افغانستان د مطالعاتو مرکز مشر او په لندن پوهنتون کې د اوبو د کشالو د څېړونکې ډکې غړى دى.
دوى امريکا ته د خپل دغه رسمي يانه په پيل کې د واشنګټن او نيويارک له بېلابېلو چارواکيو سره کتلي او د افغانستان د روان کړکېچ د حل لارې يې ورښودلې.
دغه راز يې په واشنګټن، ويرجينيا، لاس انجلس، سانفرانسسکو، شيکاګو، ميشيګن او نيويارک کې له زرو زياتو افغانانو سره د کتنې په ترڅ کې هغه وړانديزونه څرګند کړي، چې ده امريکايانو ته د اوسني افغان کړکېچ د حل په اړه کړي.
دى پخپله پيليزه کې وايي، امريکايانو ته يې يواځې هېواد ته ورپېښې ستونځې نه دي يادې کړې او نه يې پر دوى باندې يواځې نيوکې کړې؛ بلکې د حل يوه داسې لاره يې ورښودلې، چې په پلي کولو کې يې د ټولو خير دى. كتاب په  ۷۰ مخونو كې په ښه سپين كاغذ چاپ شوى.
په کتاب کې ټولټال ١١ پوښتنې په پوره تفصيل ځواب شوې، چې لړليک يې په لاندې ډول دى:
د افغانستان امنیتي وضعه
ملي فوج او ملي پولېس
د دولت مشروعیت
د دولت په لوړه سطحه کې رشوت او اداري فساد
په افغانستان کې دمخدره موادو توليد او تجارت
په افغانستان کې د بهرنيو مرستو مؤثريت
د افغانانو د اقتصادي حالت څرنګوالی
ايا د خارجيانو حضور په افغانستان کې افغانانو ته ګټور دی؟
دامريکا نوی جمهور رئيس بايد د افغانستان په باب څه وکړي؟
دافغانستان دجمهوري رياست لپاره به څوک مناسب وي؟
د روانې فاجعې څخه خلاصی (د افغانستان دکړکيچ د حل لار).