کور / تازه خبرونه / دوه بهرنیان او یو افغان په کابل کی ووژل سول

دوه بهرنیان او یو افغان په کابل کی ووژل سول

رویټر د کابل څخه خبر ورکوي چی د ( ډی ایچ ایل ) پوستی سرویس دوه بهرني کارمندان او یو افغان ګارډ نن د کابل په زړه کی ووژل سول . مقتولین یو د برتانیې او بل هم د جنوبی افریقا دی . داخله وزارت وایی چی دا سیاسی وژنی نه بلکی د ساتونکو او کارمندانو تر منځ داخلی جنګ و چی په ډزو کی یو ساتونکی هم ووژل سو او دوه نور ټپیان سوي دي . دا پېښه په شنبه د کابل په شیرپور کی د ( ډی ایچ ایل ) په دفتر کی وسوه . تېره هفته طالبانو یوه برتانوۍ ښځه د عیسویت د تبلیغ په تور په کابل کی وژلې وه . له دې څخه ښکاری چی نا امني کابل ته ننوتلې ده .