کور / تازه خبرونه / درې ورځی مخکی وژل سوي پوځیان امریکایان وو

درې ورځی مخکی وژل سوي پوځیان امریکایان وو

د امریکا د دفاع وزارت ( پنتاګون ) نن رسمأ ومنل چی درې ورځی مخکی ( د اکتوبر پر ۲۲ ) د افغانستان په لویدیځ کی درې وژل سوي بهرني پوځیان امریکایان وو . پنتاګون د هغوی نومونه هم خپاره کړل . په دغو کی یو پوځی د فراه په بالا بلوک ولسوالی کی او دوه نور هم په هلمند کی ، البته ټوله د سړک د ماین پواسطه وژل سوی وو . په دې سره په افغانستان کی د امریکایی پوځیانو د تلفاتو شمېر ۶۲۲ ته ورسېد .