" /> " /> " /> " /> وسله والو د يو بزګر سترګي په چاړه ور ايستلي دي   – لراوبر ویب پاڼه
کور / تازه خبرونه / وسله والو د يو بزګر سترګي په چاړه ور ايستلي دي  Fotos

وسله والو د يو بزګر سترګي په چاړه ور ايستلي دي  Fotos


تاند – د هلمند ولايت د سنګين ولسوالۍ د يوه اوسېدونکي سيد غلام څخه درېيو وسلوالو په چړې سترګې ايستلي. د سنګين په ساروان کلا سيمه کې تر ډېره د طالبانو واک چلېږي.

 د وسلوالو طالبانو تر ولکې لاندې سيمو کې وخت ناوخت له خلکو څخه د جاسوسۍ په تور سرونه پرې کېږي،په دار ځړول کېږي يا يې د بدن نور غړي غوڅېږي، درې څلوېښت کلن سيد غلام چې لا يې پر جامو د وينو دارې وچې شوې نه دي، د کندهار په ميرويس روغتون کې يې د ازادۍ راډيو له خبريال سره خبرې کړي، چې دلته يې جزئيات اورئ

سيد غلام چې د ميرويس روغتون په يوه نسبتاً وړه خونه کې بستري و، پر سترګو يې سپين بنداژونه تړلي وو، هغه په دې وروستيو کې د هلمند ولايت د سنګين ولسوالۍ له ساروان کلا سيمې  څخه د خپلوانو له خوا دلته راانتقال شوى و.

وايي د شپې شا و خوا درې بجې درې تنه وسلوال کسان چې شخصي کالي يې وو، کور ته ورغلل، په داسې حال کې چې ښځو او ماشومانو يې نارې وهلې وسلوالو په يوې تېرې چړې سترګې ورڅخه وايستلې

سيد غلام خپلې چاودې چاودې پوندې چې پټو پر غوړېدلى و، راښکاره کړې. او ويل يې دهقاني يې کوله. په داسې حال کې چې پر خپل کټ سيده کښېناست او خپل بالښت يې شا ته سم کړ، ويې ويل ډېر هيله من دى چې ژر يې د سترګو علاج وشي.

په دې وروستيو کې په جنوبي ولايتونو کې زيات خلک افغان او بهرنيو ځواکونو ته د جاسوسۍ په تور نيول کېږي په دار ځړول کېږي يا بېلابېلې جزاوې ورکول کېږي.

سيد غلام وايي له چا سره يې شخصي دښمني نه درلوده او نه پوهېږي په کوم جرم دغو کسانو سترګې ځنې وکښلې .

سيد غلام اوس په خپلو سترګو شى نه شي ليدلاى. هغه چې لا يې پر زرغون رنګه کميس د وينې دارې ښکارېدې، لمن يې راټينګه کړه او غوښتنه يې درلوده چې د سترګو علاج دې يې وشي .

د کندهار امنيتي چارواکي او په خپله سيد غلام نه پوهېږي دا د چا کار دى او وسلوالو طالبانو هم د دې پېښې په اړه څرګندونې نه دي کړي
تېره اوونۍ د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې تر شلو ډېر ځوانان د وسلوالو طالبانوله خوا ووژل شول، طالبان وايي دوى د ملي اردو عسکر وو، خو چارواکي او دلغمان اوسېدونکي يې نېستمن خلک بولي چې د دوى په خبره د مزدورۍ لپاره ايران ته روان وو.