کور / تازه خبرونه / جنرال حميدګل: امريكا او لوېديځ مخ پر زوال روان دي

جنرال حميدګل: امريكا او لوېديځ مخ پر زوال روان دي


د پاكستان د پوځي استخباراتي شبكې پخوانى مشر جنرال حميدګل وايي په پاكستان كي روان حالت غير نارمل دي او بايد په همداسي يوه طريقه قابو سي.
په لاهور كي د اماميه سټوډينس فدراسيون له خوا د پاكستان د ټينګښت كنفرانس ته د وينا پر مهال نوموړي وويل امريكا او لوېديځ هيوادونه په زور ګوتي وهي، خو اوس مخ پر زوال روان دي او ډېر ژر به له زوره ولوېږي.
جنرال حميدګل زياته كړه چي په دې ډول به نو په ابوغريب او ګوانتانامو زندانو كي د بشري حقونو او ملګرو ملتونو د كنوانسيون خلاف غير انساني چلند به هم ژر پاى ته ورسېږي.
متقاعد جنرال حميدګل چي په پاكستان كي د اسلامي ګوندونو او طالبانو كلك پلوى ګڼل كېږي او د امريكا ضد فكر لري، پر امريكا يې تور ولګاوه چي د اسرائيلو د ساتني په خاطر د پاكستان د له منځه وړلو فكر ورسره دئ.