کور / تازه خبرونه / بدخشان او كابل يوې سختي زلزلې ولړزول

بدخشان او كابل يوې سختي زلزلې ولړزول


د يكشنبې په سهار ځايي وخت شپږ بجې د كابل ښار يوې سختي زلزلې ولړزاوه.
د رويټرز آژانس په حواله د زلزلې اصلي مركز د بدخشان غرونه وه، چي د كابل په ګډون يې نوري شاوخوا سيمي هم په بر كي نيولي دي.
د زلزلې له كبله د اوښتي زيان په اړه تر اوسه خبرونه نه دي وركړل سوي، خو په ۱۹۹۰ كال كي يوې سختي زلزلې د بدخشان په زرونو كسان وژلي وه.
همدا راز په ۲۰۰۲ كال د بغلان په نهرين ولسوالي كي د ۱۵۰۰ په شاوخوا كي كسان زلزلې ووژل.
رويټرز وايي د نن سهار د زلزلې شدت پنځه اعشاريه شپږ درجې ثبت سوى دئ.