کور / کیسه / د سترگو لیدلی واقعه

د سترگو لیدلی واقعه

د گرمی موسم و او زه ستری ستومانه له دفتر نه د لیلی بطرف را راهی وم. په لاره کی می هزار وسوسی د زره نه را چارپیره شوی چی مبادا طالبان دی ودروی او درنه پشتنه وکری چی ولی دی لنگی نده وهلی , د ماسپشین لمونزدی تر اوسه  ولی ندی کری او ژیره ده ولی د شرعیت مطابق نده. په همدی وسوسو کی وم چی د لیلی ورته رانژدی شوم په تیزی سره می دی لیلی ور وتکاوه د لژژند ورسته د لیلی محافظ دروازه پرانیسته او زه دننه لارم اخوا دیخوا می وکتل چی لا سوک نه ول راغلی خپلی کمری ته لارم د ماسپشین د لمونز لپاره می اودس تازه کرو خپل لمونز می اوکرواو په خپل حای پریوتم وسوسو دلته هم ارام پری نشودم دیر کوشش می اوکرو مگرخوب رانغلوسترگی می پتی او مغز می ویش و لژوخت تیرنه و چی د  د لیلی محافظ ور را وتکوه او کمری ته را داخل شو او راته یی وویل چه د مازدیگروخت دی لمونزبه دی قضا شی  او بله دا چی تول نور اندیوالان دی ورزشی ستیدیوم ته ولارل نو په ورخطایی می ورحنی پوشتنه وکره چه خیرت ده بیا د فوتبال مسابقه ده  هغه راته په جواب کی وویل چه نه صاحبه د فوتبال مسابقه نه بلکه ده قصاص مسابقه ده حیران دیران شوم او ورته می اوویل چی د قصاص مسابقه محافظ را ته وویل چی هو صاحبه نن د قندهار په ورزشی لوبغالی کی یو کس قصاص کیژی کلمه می وویله او راپاسیدم له کمری بیرون شوم هری خواته می وکتل داسی راته وبرشیده لکه توله فضا چی ویرجنه وی وویریدم وجود می زیک شو او گرمه هوا راباندی یخه یخه ولگیده داسی فکر می وکرو لکه چی ژمی وی او یخه هوا چلی. اودس می وکرو په لمونز ودریدم  پوه نشوم چی ما سرنگه د مازیگر لمونز خلاص کرو. په همدی وخت کی د لیلی محافظ راته بیا راغی اووی ویل چه تاسی د قصاص د لیدو لپاره نه حی. ما جواب ور نکرو هغه لارو فکرونو کی دوب شوم او له حان سره می ویل چی زه خو دا همت نلرم چی دا قصاص په خپلو سترگو وگورم سنگه به وکولای شم د یو انسان هلالول یا په توپک ویشتل او یا پانسی کول مخامخ وگورم نه نه زه نه زم او همدلته پاتی کیژم. بیا د لیلی محافظ راغی او راته یی وویل چه رازه صاحبه چی لارشو وگورو چه سه کیدو والا دی. په دیر همت می زره قراره کرو او تلو ته اماده شوم خپله د پاج لنگی می په سرکره او سادر می په اوگه کرو دواره یو حای له لیلی نه د ورزشی لوبغالی بطرف روان شوچه په دیره نژدی فاصله کی زموژلیلی ته موقعیت درلوده. چه کله د لیلی نا را بهر شوم دخلکو اوازونه می تر غوگ شول شور ما شور و لکه د قیامت ورح چی وی ورو ورو  لوبغالی ته نژدی کیدم او اوازونه او شور ما شور نور هم په زیاتیدو وخلک می لیدل چی د لوبغالی په دیوالونو پورته کیژی او حان لوبغالی ته ننه باسی د چاه توره لنگی د چا سپینه لنگی د چا سپینه خولی  په سروه. پدی خلکو کی بعضی داسی خوشحاله معلومیدل لکه کومی میلی ته چی راغلی وی یا کوم خیرات وی خو بعضی نور بیا زما په شان هیبت وهلی ول او د لاری پیداکولو انتظار یی باسته. کله چی گنه گونه خلاصه شوه محافظ راباندی ژغ وکرو چی انجنیر صاحب را ننوزه د لاسه یی و نیولم او  لوبغالی ته یی ننویستم اوازونه می په غوژونو ولگیدل چی زوان دی, دیر نتکی زوان دی , نورانی دی افسوس افسوس کاشکی یی و بشی. د لوبغالی هری خواته می وکتل خو ما هغه زوان چه قصاص کیدو و نه لیدو نا ساپه د لیلی محافظ راباندی ژغ وکرو چه هغه هلک هغه ده چی نفل لمونز کوی ما ورته ویل چی کوم دی په گوته یی ایشاره وکره چه هغه ده زما هم پری سترگی و لگیدی چی یو شکلی زوان په لمونز ولاردی او لحظه په لحظه په زمکه سجدی لگوی او تیز تیز لگیا ده لمونز کوی. د زوان په لیدو سره می سترگی له اوشکو دکی شوی او دده په زوانی می افسوس راغی. او له زان سره می ویل چی خدایه په مور پلار خویندو ورونو باندی به یی سه تیریژی په همدی فکرونو کی وم چه یوه دله طلبان د هغه هلک سنگ ته ورغله او دا یی له لاسو را ونیوه او له زان سره یی د لوبغالی انگر ته بوت چی تر سو تول خلگ وکولای شی دی په سمه طریقه وگوری. زما حالت پدی وخت کی نور هم خراب او پریشانی مو تول وجود محاصره کرو دلی دلی طلبان هری خواته گرزیدل راگرزیدل ددی هلک په لیدو سره تول خلک خاموش شول او انتظار یی ویسته چی د ده سره به سه کیژی یو طا لب را ولارسو او دده خپله توره د پاج لنگی یی ورته له سره خلاصه او دی یی پری داسی وتره لکه قصاب چی د هلالی لپاره غوایه یا کوم بل مال تری دا هلک یی هم په همدی دول وتره او داسی یی په زمکه را و غورزاوه لکه د قصاب هغه غویه چی سلورواره پشی ورته تری او په زمکه یی را غورزوی. دا یی هم په همغه شان په زمکه را گوزار کرو او ورمیگ یی ورته په لاسونو تینگ ونیوه دا حالت چی ماولید نو وجود می په لرزه شروع وکره او حالت می بدل شو. چا اوازونه کول چی قصاص یی کری او چا ویل چی عفه یی کری. په خپل حای ودریدم او پاک خدای ته می سوال وکرو چه پاکه ربه خدایه که د زوان هلک هره گناه کری وی نو په داسی دردونکی مرگ یی و مه وژنی چی مور پلار, خویندو اوورونو ته یی دا درد  تر همیشه په زره پاتسی هغوی به چه کله دا حالت را یاده وی چی ددوی زوان زوی ددوی په مخ کی په تیره چاره هلال شو نو حالت به یی سه وی. کیدای شی چه په سل هاو کسانو هم زما په شان دعا کری وی. په همدی دعا گانوپه لوست لگیا وم چی یو طالب په لاس کی می یوه تیره چاره ولیده چی دا زوان پری هلال کری سترگی می پتی کری او زز زر د لوبغالی نه د بهر وتو په لته کی شوم لا یی قصاص نه و شوی چه ما لوبغالی پریشود او د  بیرون راووتم او غوشتل می چه تیز تیز لدی زایه لار شم. لگ سه مزل می کری و چه د الله اکبر الله اکبر اوازونه می تر غوژو سول د الله اکبر الله اکبر په اوریدو می پشو کار پریشوده او له حرکت نه پاتی شوی داسی فکر می وکرو لکه چا چی می پشی قطع کری وی په سترگو می توره تیاره شوله چی زه قصاص یی تر سره کرو او هغه شکلی زوان یی هلال کروچی نوری د الله اکبر ناری می تر غوژو شوی او دا می هم واوریدل چی قصاص په عفی بدل شوی شه می اوازو ته غوگ و نیوه چی خلکو  د الله اکبر ناری وهلی او ویل یی چی زوان یی عفه کرو د عفی مقام اوچت وی الله تعالی عفه کونکی ته دیر زیات اجر ورکوی. په منده منده بیا د لوبغالی بطرف  ورغلم او لیدل می چه هغه زوان یو کس په خپلو اوگو کینولی او پورته پورته یی اچوی پلار, ورونه او خپل خپلوان تری را تاو او په غیژه کی نیوه.