پكتيا – ګرديز كي احتجاجي غونډه او لاريون تر سره شو

د لراوبر اداره | اکتوبر 26th, 2008


نن يكشنبه د عقرب پنځمه پكتيا مركز ګرديز كې د كندهار ولايت په ميوند ولسوالۍ كې د لغمان د مظلوم ولس د وژلو غندنه وشوه .
د پكتياد والي وياند روح الله سمون وويل: نن په دغه احتجاجي غونډه كي د پكتيا ولايت مرستيال عبدالرحمن منګل ، مياخيل ځاځي د ولايتي شورا رئيس ، علماوو ، مجاهدينو، قومي مشرانو او ځوانانو برخه اخيستي وه.
سمون زياته كړه په دي احتجاجي غونډه او لاريون كې د هيواد د دښمنانو دغه غير انساني او غير اسلامي عمل وغندل شو او ښكيلو ډلو نه يي وغوښتل تر څو د بيوځلو افغانانو له وژني لاس واخلي ، دوي وويل چي جنګ د حل لار نه ده  او راځي چي د سولي تر چتر لاندي په ټغر سره كښينو او ستونزو ته د حل لار پيدا كړو.


په پاي كي د ښاروالۍ له تالار څخه تر ولايت مقام پوري يو لاريون تر سره شو او مرګ د هيواد پر دښمنانو يي شعارونه وركول.






 

Copyright Larawbar 2007-2024