کور / راپور / دمیرمن کلتوري – ټولنیز بهیر اوونیزه غونډه

دمیرمن کلتوري – ټولنیز بهیر اوونیزه غونډه

 چا چې خپــل قدر پخپله وکړ ګله
ستاره دهغه قام په عـــروج شوله


خدای هم نه بدلوي حال د هغه قوم
څوک چې نه بدلوي خپل حالت پخپله


ته ناز کړې چې زمانې یم بدل کړی
مرد هغه چې زمـــانه کاندې بدله 



دمیرمن کلتوري – ټولنیز بهیر شلمه اوونیزه غونډه د ۱۳۸۷ کال د لړم میاشتې په ۴ نیټه په استقلال لیسه کې د فرانسې د کلتوري مرکز په تالار کې دمیرمن کلتوري – ټولنیز بهیر د ګڼو غړو په ګډون جوړه شوه .


د غونډې رئیسه آغلې زهرا جهش او منشي یې میرمن زرغونه رحمتي وه .

د غونډې په پیل کې لومړی دتیرې غونډې رپوټ لینا شریفي ولوست د رپوټ په اړه یوشمیر خویندو خبرې وکړې ، وویل شول چې له رپوټ سره باید دغزل په اړه په تیره غونډه کې د لینا شریفي په زړه پورې لکچر هم مل وای ، لینا وویل چې لکچر ډیر اوږد و ، هغه لکچر به د مقالې په بڼه د میرمن کلتوري بهیر په ویبپاڼه mirmanbaheer.org    کې خپروي .


د غونډې په بله برخه کې د بهیر په کاري مسئلو خبرې وشوې ، وپتییل شوه چې د میرمن کلتوري بهیر د فعالیتونو یو بروشور چې طرحه یې لینا شریفي لیکلې په دې اوونۍ کې چاپ شي .ورپسې په بلخ ولایت کې د ادبیاتو په فستیوال او د افغان کلتوري ټولنو د جرګې په کالنۍ لویه غونډه کې د میرمن بهیر د غړو د فعال ګډون په اړه خبرې وشوې ، دفستیوال په برخه کې زرغونې رحمتي او سپوږمۍ نورې دنده واخیسته .

او د افغان کلتوري ټولنو د جرګې په کالنۍ لویه غونډه کې د میرمن بهیر د غړو دګډون په اړه خویندو ته دنده وسپارل شوه ، راحله نوري به دمیرمن کلتوري – ټولنیز بهیر د فعالیتونو رپوټ لیکي او په دغه ستره غونډه کې به یې وړاندې کوي .

د غونډې په بله برخه کې د تورپیکۍ هاشمي په لنډه کیسه کره کتنه وشوه لومړی آغلې هاشمي د « د مازدیګرپه څیر مینه» لنډه کیسه ولوسته . په کیسه د هیر غړو خبرې وکړې . توبا ندا وویل : لومړی دا چې په کیسه کې پښتو یا ګانې نه وې مراعات شوې لیکواله باید دې ټکو ته تل متوجه وي خو کیدای شي دا په دري ټایپ لیکل شوې وي ، په کیسه کې غوټه نه وه او که وه هم ډیره کمزورې وه ، بل ځای وایي چې د خپل مین د بوټونو غږ یې واورید ، موږ په پښتو کې وایو د پښو ښکالو یې واوریدله په مجموع دا کیسه ښکلې کیسه وه که څه هم موضوع ډیره نوې نه وه خوپه نوی قالب او نوي شکل بیان شوې وه .

فاطمې نوري وویل ښه کیسه وه خو داسې ځایونه پکې شته چې دکیسې رښتیاینه تر سوال لاندې راولي نوره زما خوښه شوه.

هما احمدي وویل کیسه تقریبآ ادبي ټوټې ته ورته وه شاعرانه تصویرونه هم پکې ډیر وو.

  وروسته علم ګل سحر وویل کیسه ډیره په زړه پورې وه تر ټولو مهمه داچې تلوسه له هماغه پیله پکې وه ، ددې کیسې د سرلیک (« د مازدیګرپه څیر مینه» په لیدو سره د لوستونکي زړه غواړي دا کیسه حتمآ ولولي او دا تلوسه تر پایه په کیسه کې ساتل شوې ده ، د کیسې په پیل کې مقدمه چې ځینو ورباندې نیوکې هم وکړي او نیوکې یې پرځای دي خو په دې کیسه کې یوې داسې سریزې ته اړتیا هم لیدل کیږی . د تورپیکۍ هاشمي د کیسې نثر ډیر ښه نثر دی جملې یې لنډې دي او کیسه هم ښه کیسه ده .

د غونډې په بله برخه کې مشاعر وشوه چې د دمیرمن کلتوري – ټولنیز بهیر دغو غړو خپل شعرونه ولوستل سپوږمۍ نوری ، توبا ندا، تورپیکۍ هاشمي ، سیما ثنا، سوله نیازۍ ، فاطمه ، زرغونه رحمتي، نظیفه نیازۍ .داراز د غونډې په بهیر کې سپوږمۍ ، لینا شریفي ته دا څلوریزه وویله :

لینا جانې خورې درته څه ووایم

                         غمونه سترګونه حلقې تاووي

زه چې تپوس د خپلو هیلو وکړم

                                   دوی مې پښو نه زولنې تاووي 
 
دمیرمن کلتوري – ټولنیز بهیر د اوونیزې غونډې د پای په برخه کې یوځل بیا د میرمن ویبپاڼې ته د مطالبو په برابرولو ټینګار وشو.دغه رازاغلې الینا راسي دماشومانو لپاره هغه کتاب چې په تیره غونډه کې د ژباړلو لپاره ورته سپارل شوی و ، دمیرمن کلتوري – ټولنیز بهیرته وسپاره چې په نږدې راتلونکې کې به د مصورخپرندوی بنسټ له خوا چاپ شي .

وپتییل شوه چې د راتلونکې غونډې چلوونکې به الینا راسي او منشی به سوله نیازۍ وي ، دغه راز توبا ندا به د کره کتنې په اړه لکچر وړاندې کوي

او په اوونیزه غونډه کې به دسیما وردګ په شعر کره کتنه کیږي .

دمیرمن کلتوري – ټولنیز بهیراوونیزې غونډې هره شنبه په یوه نیمه بجه په استقلال لیسه کې جوړیږي .