کور / د ډيورنډ کرښه / داسلام دمقدس دين او افغانستان سره د پاکستان خيانت

داسلام دمقدس دين او افغانستان سره د پاکستان خيانت

دانګرېزي استعمار په دوران كې  انګرېزانو د ديورند  كرښه   د پښتنو تر مينځ  وښكله.٠زما  ياديږي چې انګريزانو په پكتيا كې حتى  پښتانه  قامونه په تور ګوند او سپين ګوند د يو بل څخه بيل او

ديوه بل سره دښمن كړي وو٠ دديورند كرښې  مقصد د افغانستان د خاورې  د 
مسلمانو  پښتنو  له يو بل څخه بېلول  او له دى  سيمې څخه تر وتلو وروسته هم  ديوې تلپاتې هډې په توګه  كار اخستل وو٠دا كرښه  هغه  وخت  هم افغانانو نه   وه منلي او په ۱۸۹۷  كال كې خو د هغې پر ضد د پښتنو  ستر پاڅون وشو چې  پښتانو  پېښور ته نېږدې تر شبقدر پورې سيمې  تر لاسه كړې ٠خو انګرېزانو د شپېتو تر اويا زرو  تنو پورې وسله وال  پوځ  په زور دغه پاڅون مات كړ(۱)

دپښتنو ستر لارښود خان عبدالغفار خان د انګرېزانو پر ضد د شلمې پېړۍ د  لسمو كلونو راهيسې د كانګرس  ګوند، د خلافت تحريك په ۱۹۱۹ کال کې، د خدايي خد متګارو او سرخپوشانو ډلې په ۱۹۲۹  او داسې نورو  لكه د غني خان پښتون زلمى  خوځښتونو له لارې  د پښتنو  د خپلواكۍ لپاره مبارزه كوله او څو څو ځلې د انګرېزانو په جېلونو كې بندي شوي وو٠

پاچا خان په ۱۹۳۰ كال كې د  انګرېزانو پر ضد   د ګاندي  د عدم اطاعت تحريك سره همغږى شو او د هند له نيمې وچې څخه يې د انګريزانو وتل وغوښتل٠

دانګرېزانو پر ضد د پښتنو بل ستر مبارز شخصيت حاجي ميرزاعلي خان و چې په ايپي فقير 
يې شهرت ميندلى واو د“ چې ګواره „ غوندې د ازاد ۍ پتنګ وه اونوموړى په رښتيا هم د استعمار پر ضد جګړو كې  د پښتنو 
”چې ګواره” بلل کيدلی شي٠   
حاجي ميرزاعلي خان د پاكستان د جوړيدلو د مخه  يا خو د هندوستان د وېشل كيدو د مخه د بريتانيې له حكومت څخه وغوښتل چې  پښتنو او بلوڅو ته دې خپلواكي يا خو د افغانستان سره د يو ځاى كيدو د انتخاب حق وركړل شي او ملتپال پاچا خان هم د  پاكستان په نوي دولت كې شا مليدل نه غوښتل.٠ هغه له افغان حكومت نه دمخه د ټولو پښتنو د خپلواكۍ غږ جګ كړ٠

خان عبدالغفارخان او حاجي ميرزاعليخان د ۱۹۴۷   كال د جون په يوويشتمه نېټه  د سرحد كانګرس   غړي، د خدايي خدمتګار او پښتون زلمي قوماندانان او نور په بنو كې سره جرګه كړل او د جرګې پرېكړه داشوه چې“د ټولو پښتنو خپلواك حكومت دې جوړ شي، چې اساسي قانون به يې د دموكراسۍ په اصولو ، برابرۍ او عدالت  بنا وي.. تردې وروسته خان عبدالفار خان څرګنده كړه چې د پاكستان د پاره ريفرندم كې به برخه وانه خلي٠“ (۲)

د  ۱۹۴۸  كال   د مۍ په دوولسمه  حاجي ميرزاعلي خان  له خپل مركز ګرويك څخه څرګنده كړه چې“ پاكستان د بريتانيې مخلوق او محمد علي جناح د بريتانيې اجنټ دى.“ (۳) ٠

په رښتيا هم پاکستان د اسراييلي دولت په شان د انګرېزانو په لاس په پردۍ خاوره کې د انګرېزی استعماري اهدافو د تر لاسه کولو او پاللو دپاره جوړشو٠

له پښتنو سره په جګړه كې انګرېزانو له هر چل ول څخه كار واخستلو خو دوى ته تر هر بل څه او هر بل 
تحريك زياته ګټه د اسلام له دين څخه ناوړه ګټې اخيستل وه چې سترې برياوې ور په برخه كړې..
 اوپه رښتيا هم د „دېوبند مد  رسه“ هغه وسيله وه چې دوى ته يې د لوى پوځ څخه هم زيات برياليتوبونه ور په برخه كړل٠

د ساري په توګه  كله چې انګريزان د پاچا خان او د حاجي ميرزاعلي خان  سره په ستونزو 
كې ناكامۍ ته نېږدې وو، نو  انګريزانو په ۱۹۳۹  كال كې د پښتني سيمو د روحانيونو ډېره پټه نوي شبكه د قلي خان په مشرى  جوړه كړه او د پښتنو ملايانو ، په ځانګړى توګه  د „ جميعت العلما  اسلام“  د غړو په اجيرولو يې پيل وكړ٠

دوى يوازې په پيښور كې د ساري په توګه د پښتنو د غورځنګ پر ضد  ۵۹ „ نه پنځوس  „ تنه ملايان  په پيسو واخستل.٠ دو  ى  يوازې مخبران نه وو ، بلكې د  انګريزانو په ګټه به يې تبليغ هم كولو( ۴)٠


همدغو انګريزانو همدغه  ملايان  په ۱۹۲۱ كال كې د امان الله خان پرضد راپورته كړل او د پكتيا له لارې يې  لومړى  د ګوډ ملا  پاڅون او بيا ورپسې د افغانستان دنسبي روحانيونو  په ګډون د امان  الله خان پر ضد د كفر فتوى صادره  او نوموړى  د هېواد     د خپلواكۍ

محصل يې د هېوادپرېښودلو ته مجبور كړ ،تر څوچې د انګرېزانو  پلويان  واك ته ورسوي٠.

همدا شان  همدغو په اصطلاح روحاني ډلو  وروسته د انګريزانو  دځايناستي  يعنې پاكستان په تحريك  د افغانستان د يوه بل ستر ملي شخصيت شهيد محمد داؤد خان پر ضد هم  دده د جمهوريت د اعلان وروسته پاڅون پيل كړ٠ 
د پاكستان جنرال نصيرالله بابر  په څرګنده وايي:

چې  ده   په ۱۹۷۳ كې   دافغاني  اخوانيانو د مشر انجينر حبيب الرحمن  سره  د پيښور په بالا حصار كې وكتل او د اسلامي نهضت نورو غړو لكه حكمتيار، احمد شاه مسعود ، استاذ رباني او نورو ته  يې   پاكستان    ته  د هجرت لاره هواره كړه٠

بابر زياتوي : „چې مونږ د داؤد خان له راتګ سره سم ……د اسلامي نهضت   غړوته تريننګ 
پيل كړ….. بابر داهم په څرګنده توګه مني   چې په كال ۱۹۴۸ كې يعنې   د پاكستان د جوړيدلو

په دويم كال  ، زه كشمير ته جنګ ته ولاړم.له ما سره د وزيرو، مسعودو لښكرې وې٠ 
او حقيقت دادى چې دكشمير كومه علاقه چې اوس له پاكستان سره ده، داد همدې قبايلو او افغانانو  فتح كړي ده٠.هغه وخت پوځ نه و.٠ نو پاكستان د قبايلو او د افغانستان د خلكو
(ځدراڼو، وزيرو، سليمان خېلو، مسعودو او….)  د مرستو منتبار دى.  „ ( ۵)

ما د خپلې  ماشومتيا د وخت دا خبرې لږې لږې ياديږي چې د خوست د سيمې خلك به د هندوانو سره جګړې ته تلل٠ ددوى  په جګړه كې د ګډون   لپاره د  هغه وخت د ملايانو د تبليغاتو پر بنسټ لومړۍ هدف  دهندوانو د مال او شتمنۍ    د  لوټولو لپاره تشويق او د هغه جواز  او بل    فرعي  هدف يې  جهاد و٠ نود هغه وخت د وږو  او نيستمنو  خلكو  لپاره  د هندوانو د شتمنيو  لوټول او هغه هم د جهاد تر نامه لاندې   ډېر په زړه پورې  وو چې په   مينه   په دغه ګټور جهاد كې ګډون وكړي٠. خو داهم همغه د  ملايانو په مرسته  د انګريزانو  د پاليسۍ دوام و.٠

كله چې شوروي اتحاد پر افغانستان ير غل وكړ،نو پاكستان  هڅه كوله چې „ د شوروي اتحاد وروسته افغانستان كې به په اسلامي بڼه يو لاسپوڅى حكومت په پښو  ودروي“٠

جنرال ضياء الحق په همغه وخت كې  مؤ لف سيليك هريسن  ته ويلي وو  چې“ مونږ ددې حق تر لاسه كړى دى چې هلته يعنې په افغانستان كې به يو دوست حكومت ولرو.٠


مونږ د مخكې كرښې  دولت په شان خطر ومانه  او  مونږ به پرې نه ږدو چې  وضعه د پخوا په شان وي، چې هلته به د شوروي  او هند نفوذ  او زمونږ په خاوره باندې  ادعاوې وي.٠ 
دا به يو رښتينى اسلامي دولت وي٠

د پان اسلاميزم يوه برخه چې يوه ورځ به د شوروي اتحاد مسلمانان  ځان ته جذب كړي „   …

د پيتر تامسن په نظر  آى اس آى اوس هم په افغانستان كې لاسپوڅى حكومت غواړي….. „امريكا په افغانستان كې  تر ډېرې مودې   نه پاتې كيږي.٠ او كله چې له افغانستان نه ووځي بيا به پاكستان د ننه په افغانستان كې اسلامستي غورځنګ په واك راولي او هلته به په خپله   هغسې  نفوذ ولري چې د طالبانو په وخت كې يې لاره.  „ (۶)

په همدغه مضمون كې ډاکتر حسن كاكړدهمدغه مضمون په ۶۳ مخ كې ليكي: „   آى اس آى د اسلامستانو په پياوړي كولو، او سياسي واك ته د هغوی  رسولو او د پښتنو په ناتوان كولو كې تر يوه حده بريالى شوى … خو  نتيجه   كې  يې د القاعدې هسكيدل  او بې سارى ورانى د افغانانو  هغه روغنيتي د پاكستان په اړه له مينځه لاړه ، چې د مقاومت په وخت كې يې ورته لرله.“(۷)٠

دا رښتياده چې پاكستان د شوروي اتحاد د باسلو وروسته  د افغانستان سره د ښه نيت  له لارې هغه څه په آسانه تر لاسه كولى شول،چې اوس يې  وبايلل.٠

پاكستان لومړى د مجاهدينو  لا قانوني يا انارشي پر افغانستان واكمنه كړه او  بيا يې  نو طالبان په كندهار او افغانستان كې واك ته ورسول او هغوى ته يې په لاندې   ډول نسخې وركولې:

دا نسخه نه بلكې ديوه ګاونډي اسلامې هېواد پر ضد  داسې توطئه وه چې پاكستان خپل ځان او افغانستان ډېر تاواني كړل.٠دا لويه دسيسه هم په پاكستان كې په  ۲۷٠۱۲٠۱۹۹۴  يا 
(۶٠۱۰٠۱۳۷۳)كال    كې  په اصطلاح  „د اتحاد علماء افغانستان شرعي فتوى  „ وه چې نېټه يې همغه افغانستان ته  د شوروي د سرو لښكرود ننوتلو ورځ وه٠


د ا د   آى اس آى له  خوا  د افغانسان د برخليك له پاره     ۳۶x٢٣     سانتي متره  تبليغاتي لويه  پاڼه 
چې زه يې  همدا او س هم لرم،  پر  پاكستاني مدرسو  او دوى ته نورو  لازمو  خلكو باندې وېشل شوى  وه.
٠ نو ځكه ما حدس وهلي شو چې پاكستان په افغانستان كې د بل

پړاود  پيل كولو څخه څه 
مطلب لري او  اراده يې  څه ده٠


پاكستان ددغې پروګرام  له مخې غوښتل چې افغانستان د نړۍ پر مخ كوم دوست هېواد  ونه لري او د اسلامي هېوادو  په شمول له هېچا سره سياسي ، اقتصادي او كلتوري اړيكې ونه ساتي.


ددغې تبليغاتي پاڼې لنډيز داسې  كيدلاى شي :

  
ددغې پاڼې په سريزه كې راغلي دي : „د  اسلامي ملت لپاره بايد د  رئيس   ټاكل … يواځې او  يواځې   د شريعت په رڼا كې د يوې لو يې اسلامي شورى په توسط مينځته 
راسي……نو

مخلوط حكومت جوړول  يا عمومي انتخابات كول  يا ښځو ته ګډون وركول غير شرعي  او شديد ناروا كارونه دي….

د بين الملل د ادارې د يو خاص نماينده ….. كه څه هم مسلمان وي خو هغه مقيد وي   چه د هغې ادارې كفري مفكورې  او باطل اصول په 
اسلامي دولت كې تطبيق او عملي كړي، لكه موږيې  چه وينو دارنګه نماينده ګانو  مثلاٱ په افغانستان كې هر يوه په خپل وار سره په اسلامي حكومت كې د كمونستانو د بقاياوو  او يا نورو بې دينانو  په رسمي او جدي توګه د شموليت غوښتنه  او اصرار كړى دى او هميشه د ښځو ګډون  او عمومي انتخابات  كول د بشر د حقه حقوقو څخه بولي، چې دا كارونه اسلامي شريعت  او دينداره با غيرته  اولس ته د قبول وړ نه دي    
…..

د  دوي  غوښتنې په لاندې ډول  لنډوم:


۱  ” ـ  د كافرو مشر توب  او آمريت  او د مسلمانانو په خاصو امورو كې خذمتګذار ګرځول روا كار نه دي……د مسلمانانو په امورو كې د كافر تصرف او تولى او په مهمو دولتي    چارو كې 
عامل ګرځول روا كار نه دى، كه څه هم پلار او داسې بل څوك  وي..

.
۲ـ    د كافرانو او منافقانو څخه د مسلمانانو لپاره په ديني كارونو كې د مشورې طلب جائز نه دى….


۳    ـ  كافرانو ته په مهمو دولتي چارو كې وظيفه وركول، دوى د مسلمانانو د پټو اسرارو  لپاره امينان ګرځول  او د زړه دوستي ورسره درلودل  جواز نه لري.
…. هغه مسلمانان چې

ددغو كافرانو سره د زړه د اخلاصه دوستي كوي او په مدارسو او پوهنتونو نو كې يې تعليمات كوي….نو ددوى فاسد عادات او باطل افكار په خپلو ځانونو كې  تطبيق او جاري ګرځوي……


۴ـ   په متنا زع فيها  مسائلو كې تحكم او فيصله كول په مقدس شريعت سره د مؤ منانو لپاره  فرض عمل دى………د مقدس اسلام د احكامو پر پريښولو هميشه غمونه، كاختى، 
جنګونه، مرضونه او داسې نور تكاليف مينځته راځى…….

يو ځاى   د چنګېز خان د  „باسق  „ كتاب مثال راوړي چې د يهوديت، نصرانيت ، ملت

اسلامى وغيره  او خپل مجرد نظريات  او   نفساني خواهشات يې هم په كې ليكلى وو   او د هغه اولادې پر ې عمل كولو….. نو هر څوك چه دارنګه فعل كوي هغه كافر او قتل و قتال يې واجب دى


۵ ـ  دداسې قانون متابعت قطعي حرام  او مبارزه ورسره فرض ده چې په هغه كې د الله تعالى حكم او د طاغوت وهوى حكم جمع سوى وى  ـ 
ځكه چه دا هم ښكاره كفر او ضلالت دى……….. نو نظر په فوق شرعى فتوى د ملګرو ملتو د ادارې لخوا حكم منل  او د هغوى د قانون اطاعت كول ښكاره

ګمراهى  ده…. 
دغه مشتركه  اداره  د كافرانو او مسلمانانو د دولتو د نماينده ګانو ځخه تشكيل ده، اما اساسا ددغې ادارې پنځه دائمى غړى كافران د ى چه په سر كې يې امريكا ده….

په اسلام كې  حدود، تعزيرات، قصاص، جهاد، حجاب و غيره اعم احكام دى    خو ددوى په قانون كې بربريت، سبوعيت،  ظلم او د بشر د حقوقو پيمالول     دى…. 
اوس استعماري كافران غواړي چه دغه مخلوط  او نجس  قانون …..په ټول جهان كې دستورالعمل او د تطبيق وړ وګرځوى….. 
نو بيا هيله كيږي چې  د خپل شرعى قيادت او اسلامى حكومت د تشكيل لپاره  اسلامى 
لويه شورى را وغواړى چې په نتيجه كې   سوچه اسلامى حكومت  مينځته راشى“

دغه پورتنى     ليك كابو پنځوسو  تنو لاسليك كړى دى.  (وګورى د دغې فتوى متن په ضميمه كې)

د آى ا س  آى  په دغه لورونو كې  د افغانستان راتلونكي حكومت ته  د اسلامي شورى

  سپارښتنې داسې لنډيدلى شي:


۱ـ  افغانستان بايد د ملګرو ملتو سره ټولې اړيكې قطع  كړي،


۲ـ   افغا نستان بايد د بشر د حقوقو او ژنيو كنوانسيون ته پاملرنه ونه  كړي،

۳ـ په افغانستان كې بايد هېڅكله عمومي انتخابات ونه شى،


۴ـ  د افغانستان حكومت به   يوه لويه اسلامي شورى  ټاكې خو د اسلامي شورى د غړو د

ټاكنې لپاره هم كوم معيار په نظر كې نه دى نيول شوى،


۵ـ   ښځې په انتخاباتو كې د كانديدلو  او حتى د رايې وركولو حق نه لري،


۶ـ افغانستان بايد د نامسلمانو  هېوادو  ( چې ددوى په تعريف  اوسني اسلامي هېوادونه هم د مسلمانو  هېوادو شرايط نه پوره كوي نو ځكه دوى هم په نامسلمانو كې راځي  )
 سره سياسي، اقتصادي، كلتوري او داسې نور ې اړيكې ونه ساتي،


۷ـ افغانان بايد  د پوهې او زده كړې له پاره  نورو هېوادو ته ولاړ نه شي،


  ۸ـ  افغانستان بايد  خپلې ټولې كتابخانې د غير  اسلامي كتابو څخه خالي كړي چې  افغانان ګمراه نه شى،


۹ـ افغانستان بايد د نورو هېوادو   د عامه اړيكو د وسايلو لكه راډيو، تلويزيون ، ورځپاڼو، مجلو 
څخه  ګټه وانخلي،او ويې نه لولي،


١٠ـ په لنډه توګه افغانان بايد ټول نور انسانان خپل د ښمن وګڼي،


۱۱ـ افغانستان بايد كابو   زر كاله پخوا حالت ته پر شا ولاړ شى او د  ورسره آشنا شوى تمدن سره خداى پاماني وكړي٠

.
ما بيا وروسته په كندهار كې د ځېنو افغاني طالبانو څخه په چل كې پوښتنه  وكړه چې ايا دوي ددغو په اصطلاح لاسليك كوونكو  اسلامي علماو د شورا كوم يو غړي پيژني او كنه؟


ماته داسې څرګنده شوه چې  ددغو علماو څخه يو هم چا نه پيژندلو او په بل عبارت دوى ټول يا پاكستانيان اويا خو جعلي لاسليكونه وو.٠
دغو لاسليك  كوونكو علماو    د امريكايي ـ  انګريزي اهدافو لپاره  په افغانستان كې  د اسلام  مقدس دين په جاهليزم  او انتي اسلاميزم   بدلول غواړي.٠


 ټوله نړې او افغانان په خپلو سترګو ويني چې كه  د افغانستان لپاره د پاكستان پاليسي

په رښتيا سره اسلامي واي ، نو دو ى بايددا پاليسي  لومړى په  خپله   پاكستان كې عملى

كړي واى٠.

لكه څنګه چې شورويانو تر خپل سقوط پورې خپلې غوښتنې د نړۍ د زياركښانو او كارګرانو په نوم وړاندې  او دكمو نيزم استازيتوب يې انحصار كړى و ، همدغه شان پاكستان د خپل

مصنوعي جوړښت راهيسې د نړې د مسلمانانو په نوم او استازيتو ب د پريكړو كول

غواړي ٠خو ددوى توپير په دې كې دى چې شوروي دا پريكړې په خپل زوراو د دوى د خپل    هيواد په ګټه وې  او پاكستان يې د امريكې او انګستان په زور ا و د هغوى د ګټو لپاره كوي او  فكر نه كوي چې  ناروا او منافقت زوال لري  او دا بلاګانې به  يوه ورځ ددوى  لپاره هم زهر قاتل شي لكه چې اوس د لال جومات  شخړه،دبينطير بوټو وژنه او داسې نور٠


پاكستان په خپله راډيو ، تلويزيون، ورځپاڼې ،   د نړۍ په ټولو ژبو ليكل شوي كتابونه، د نړۍ دټولو هېوادوسره سياسي ، اقتصادي ، كلتوري  او داسې نورې اړيكې ساتي او ټينګوي، خو افغانوته د اسلام تر نامه لاندې  دا هرڅه منع  كوي.
٠

ددوى په خپلو ښارونو لكه اسلام آباد، لاهور  ، كراچي او نورو كې د  نړۍ د نورو هېوادو په شان  كړه وړه جايز دي خو افغاني مسلمانانو ته جوازنه لري.٠


په پاكستان كې د  تمد ن او پر مختګ پلوه ګوندونو مشران  لكه د مسلم ليګ   نواز شريف او د پيپلز پارټي  مېرمن بينظير بوټو غوندې كسان له پنجاب او سند څخه  دي .

خو  بيينظير بوټو هم د يوې مترقي  ميرمنې  په توګه د خپل حكومت په دوران كې يوازې د پښتني سيمو لپاره  د شريعت  قانون  او دنور پاكستان لپاره د كامنويلت قانون   نافذ بللو٠او طالبان يې پر افغانستان باندې نازل کړل“  يو بام ، دوه هواوې“ ٠


هو بله خو  دا چې    د پاكستان  د اسلامي ګوندونو ټول مشران پښتانه دي او هغوى ته دافغانانو   او پښتني سيمو د ګمراه كولو  دنده ورسپارلي شوې ده٠.
د جماعت اسلامي پاكستان  مشر قاضي حسين احمد، د جمعيت اسلامي پاكستان 
مشر مولانا سميع  الحق، د جمعيت  العماء اسلام مشر مولانا فضل الرحمان  ، دوى دري واړه پښتانه دي چې   د  افغانستان  اسلامي ګوندونه يې جوړ، ټريننګ،  تمويل، تسليح  او افغانستان ته استولى دې چې افغانستان او د افغانانو د اسلام مقدس دين بدنومه  او وران كړي.
٠

دوي ولې په پاكستان كې هغه څه نه غواړي چې  يوازې د پښتني سيمو او افغانستان لپاره

يې غواړي؟
ولې  دوى هېروي چې اسلام خو دوى ته افغانانو  ور رسولى   دى    يعنې  ترپاكستان، هندوستان  ،  بنګله ديش آن تر ملاييزيا پورې   خلك افغانانو مسلمان كړي دي٠ اوس دو ى په كوم حق زمونږ اصلى اسلام  بدلول غواړي او د انګرېزي اسلام ټينګول؟

په بل عبارت افغانستان د پاكستان  د مسلمانانو معنوي پلار دى٠څوك چې د خپل معنوي 
پلار درناوى نه كوي ، بد يې غواړي او يا خو  ورته د سيسې جوړوي، نو پاك خداى هغه كس 
نه بخښي او ورباندې قهر نازلوي٠.

بله خو داچې د خپل     پلار   پر ضد  هغه زوى داشان بد كارونه كوي چې حرام زاده وي.٠ نو ځكه ځېنې خلك لكه حاجي ميرزاعلي خان  پاكستان  د انګريز بچى او مخلوق بولي..


د پاكستان په اسلامي ډلو كې يوازې د تبليغيانوډله  په پنجاب كې خپل مركز لري او علت يې هم شايد دا وي چې دوي نه يوازې د پاكستان او افغانستان بلكې د ټولې نړۍ د مسلمانو ډلو او افرادو  د لار ښوونې يا لار كږونې ډېره اوچته دنده په غاړه لري او هغوى ځانګړي تشكيلات  لري چې شبكې يې د انګريزانو او امريكايانو په مرسته ټول اسلامې  هېوادونه  او مسلمانان څاري.٠

خو ددغو ټولو نمايشي  اسلامي اكټونو سره سره   د اسلام مقدس دين  دغو لاندينيو ارشاداتو   ته پاكستانيانو    شا ور اړولي او  پخپله د اسلاميت رعايت نه كوي.٠

زه ډاريږم چې كه د پاك خداى قهر پر پاكستان نازل شي نو څړيكې به يې   بيا هم  د  افغانستان بې  ګناه خلكو ته راورسيږي او هلته  په پاكستان كې  به   هم  بې ګناه او مظلوم خلك وځوريږي او اصلي جنايتكاران به انګلستان او امريكې ته وتښتي ، هغه ځای ته ، کوم کې چې دوی همد ااوس ډيرې پانګې لري ..


د اسلام د مقدس دين ارشادات داسې دي::


-په اسلام كې ټول انسانان اشرف المخلوقات دي    „الانسان اكرم المخلوقات    „،

_په اسلام كې  شرافت په پوهه او ادب كې دى نه په شتمني او نسب    كې“ شرافة الانسان باعلم والادب لا با لمال والنسب.  „،

_ د پاك  څښتن په نزد  تر ټولو ښه انسان هغه څوك دى چې نورو انسانانوته يې ګټه رسيږي


 „  خيرالناس ما ينفع الناس    „،

_   د پاك څښتن  لپاره  تر ټولو بد انسان هغه څوك دى چې نور انسانان ورڅخه وېريږي“  ان

شرن الناس منزلة عندالله يوم القيامتة من يحاف الناس من شره „.،


_بل ځاى ويل كيږي چې  د مظلوموانسانانو  د ښېرو  (بد دعاو)څخه وډار شى ، سره ددې كه هغوى  مسلمان هم نه وي”  „التقو دعوة المظلوم وان كان كافرا فانه ليس دونها حجاب  „،

_په پوهې پسې ځغاسته حتى تر چين پورې  د اسلام امر بلل كيږي  لكه چې وايې 
“  اطلب العلم ولو كان فى السين  „،

_ او پوهه په نر او ښځه باندې يو شان فرض ده
”“ العلم فرضا فى المؤ منين  والمؤ منات  „،_

_.تر ټولو بد كار وژنه ده او قاتل د خدای دښمن دی، لكه چې ويل كېږي:   
 „  القاتل عد  وه

الله “،

_يوبل ځاي فرمايي „عسي الله ان يجعل بينكم و بين الذين عاديتم منهم مودة والله قديرط والله غفورالرحيم  ط“،.شايد چې الله ستاسو او هغو كافرانو تر مينځ چې اوس ورسره دښمني لرى، دوستى پيدا كړى.الله قادردى او الله مغفرت كوونكى او رحم والا دى،

_.
بل ځاى ويل كيږي،څوك چې تفرقه اچوي هغه زمونږ څخه نه دى.“ من فرق فليس منا“،

_يو بل ځاي وايي „: غيرالدجال اخوف  على امتى من الدجال الا ئمة المضلين ط“
حديث شريف كې راغلي دى  چې زه د خپل امت په هكله د دجال څخه دومره نه ډاريږم لكه د ګمراه كوونكي امام څخه چې ويريږم،

_.
“كل مؤذ فى النار.“ ،هر اذيت وركوونكى به جهنم ته ځي،

_.
 څوك چې په چا رحم ونه كړي، رحم به ورباندې ونه  شي“.من يرحم ط  لا يرحم  ط.“
 ٠

اوس نو مونږ پاكستان ته وايو چې د انګريز چلونه نه افغانستان اونه پاكستان ته ګټه رسولى شي.٠  زمونږ افغانانو دا دېرش  كاله جګړه بس ده.٠ مونږ سخت سولې  سوكالۍ او د ښه ګاونډيتوب  مينې او دوستۍ ته لېوال يو.٠ 
 پاكستان  ته اوس لازم دي چې هغه څه چې پخپله يې كرلي دي ،پخپله  يې  وريبي٠.
 پاكستان بايد ومني چې غلطي ورڅخه شوي ده.٠

ددغې تېروتنې د  اصلاح لاره داده چې   خپل ځان   ، مونږ   او نړۍ   د „  د ېو  بند  „ د بند څخه آزادكړي.٠

د پورتنيو او په سلګونو نورو آيتونو او حديثونو څخه څرګنديږي چې دا پورتنی په پاکستان

کې ليکل شوې په اصطلاح“ دعلماو فتوى“ يوه اړخيزه او د افغانانو او مسلمانانو په ضرر اود اسلام مقدس دين د ارشاداتو سره اړخ نه لګوى او پاكستان خوشى زمونږ افغانو مسلمانانو ته فريب وركوي.٠

مونږ افغانان  به  تير هير كړو  او هر وخت دې ته چمتو يو چې   په ښه نيت    دښه ګاونډي په توګه  د پاكستان د هر ښه نيت هركلى  وكړو٠ 
كله چې ښه نيت شته شي نو بيا  د سرحدونو  او ديورند كرښې خبره اصلاٱ نه طرحه كيږي.٠

مونږ همدا اوس په اروپا كې داسې هېوادونه وينو چې د خاورې يوه يا ډېرې برخې يې د ګاونډيانو د سرحدونو د ننه پرتې دي.٠ خو څنګه چې اروپا كې اوس د تګ او راتګ په وخت  كې سرحدونه نه ليدل كيږي نو دا موضوع  د خلكو ياد ته نه ورځي او ددوى تر مينځ اړيكو باندې هم كومه اغېزه نه لري..

لكه   مونږ چې پاكستان ته وايو ، هغه اسلام چې ځانله غواړي ،مونږ ته    يې هم وغواړي..

نو پاكستان هم بايد امريكې او بريتانيې ته ووايي، هغه څه چې دوي يې خپلو ځانو ته  يعنې اروپا او امريكې ته غواړي ، پاكستان او افغانستان ته هم بايد همغه څه ورولوروي.

كه پاكستان  خپل متحدين په دغې پورتنۍ خبرې   قانع كړي نوپه  هغه   ورځ   به  زموږ په سيمه كې خوشبختي پيل كېږي او ولسونه به   مو  د ښو  او   رښتينو  مسلمانانو  نوم  ګټونكي وي او د اسلام وياړ به هم بيرته را ژوندى شي٠

ومن الله توفيق

 اخځونه :

۱ـ محمد حسن کاکړ،لپه،دويمه ګڼه،شپږمه پرلپسې ګڼه،۱۳۸۵یا۲۰۰۷کال،۲-۳مخونه
۲ـ پورتنی اثر،۶ـ۷ مخونه
۳ـ پورتنی اثر،۷مخ
۴ـ تيخونوف،ژباړن محمد طاهر کاڼی،وجرمن امپراتوري افغاني جګړه،۱۳۸۳ یا ۲۰۰۴کال،ددانش خپرندويه ټولنه ،۱۲۵مخ
۵ـ جنرال نصيرالله بابر،دوطن جريدې سره مرکهد طالبانو دنسکورولو وروسته
۶ـ پورتنی لپه،۶۳مخ
۷ـپورتنی اثر،۷۷مخ