[دسيدغلام سترګي په خپلمنځي شخړه کښي ايستل شوي]
طالب وياند قاري يوسف رسنيو ته د سيدغلام نومي بزګر په اړه چي سترګي يې په چاړه ترېنه ايستل سوي او دم ګړی د کندهار په ميرويس روغتون کښي بستر دئ؛د لګول شويو تورونو په ترڅ کښي د طالبانو د اړوند کمېسيون د پلټنو پايله يوخپلمنځي شخړه ښيي .
قاري يوسف رسنيو ته په لېږل سوي خبرپاڼه کښي د پيښي په اړه د عيني شاهدانوله خولې داسي ليکي :
نن مازديګر (څوشيبې مخکې) وليجان کاکادهلمندولايت دسنګين ولسوالۍ د” څاروان کلا”دسيمې د “دښت” اوسیدونکی داسي راته وويل :
چې دسيدغلام نومي سړي چې اوس دکندهار ښار په يوه روغتون کې بستر دی ، وريره د(ګل محمدلور) درې مياشتي وړاندې د”څاروان کلا”د سيمې د” شهزادې” په کلي کې د”حاجي اکرم “دمسجد داميرجان پرزوی (حضرت علي) باندې دعاشقۍ نعره وکړه.
وروسته دخسرګنۍ لوري دانجلۍ پرقريبانو( يعني ددې پرپلار ګل محمد او سيدغلام ) باندې مرکه وکړل چې ستاسوانجلۍ خوزموږ پرهلک نعره کړي نواوس يي موږته په نکاح راکړی اوموږ به يي مهرمثل درکړو.
خوخسرګنۍ لوري ودغوخلکوته جواب ورکړی چې زموږ انجلی که څه هم ستاسوپرهلک نعره کړي خوموږيي دخپل دودله مخې نه درکووچې بالاخيره دغه انجلی تراختر مخکې دخپل معشوق ( حضرت علي ) کورته وتښتيده .
دانجلۍ ترتيښتيدووروسته دانجلۍ پلار( ګل محمد ) او اکا ( سيدغلام ) مجبوره شوه چې په شرعي او رواجي نکاح سره ديوه نيم لکوافغانيوپه مقابل کې دغه انجلی وحضرت علي ته په شرعي نکاح ورکړي .
تراختروروسته انجلۍ بيرته دخپل پلارکورته راغله او بياخپل ميړه حضرت علي پسې راغی اوخپله ښځه يي خپل کورته روانه کړه نورنونه يوخبر خوهلته يي وژلي وه .
دښّځي تروژلووروسته هغه خلک بياپسې راغله اودښځي د اکا( تره ) سيدغلام سترګي يي چې دمګړۍ دکندهار ښار په ميرويس روغتون کې بستردی ، دشپې له پلوه ورايستلي وې .
نواوس دي مطبوعات فيصله وکړي چې دسيدغلام سترګي طالبانوايستلي اوکه دخپلې وريرې په موضوع کې د خپلودښمنانوله خواپه ناحقه ويستل شوي ؟
د پيښي لومړی خبر : وسله والو د يو بزګر سترګي په چاړه ور ايستلي دي