کور / تازه خبرونه / د کابل چاپ ورځپانو ته کتنه

د کابل چاپ ورځپانو ته کتنه

د ارادې خپلواکې ورځپاڼې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې له خبرو سره د ایران او روسیې مخالفت ته په اشارې د یو افغان کارپوه په حواله لیکلي دي چې دا دواړه هیوادونه په افغانستان کې د جنګ پاې نه غواړي.

ورځپاڼې په یو بل څیړنیز مطلب کې هم په افغانستان کې د ایران د لاس وهنې مسله څیړلې او لیکلي دي چې ایران لا هم په افغانستان کې خپل اهداف لټوي.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې بیا د برطانیې ددفاع د وزیر په وروستیو څرګندونو تبصره کړې او د هغه په حواله يې لیکلي دي چې  افغانستان ملي پخلاینې ته اړتیا لري.


د هیواد دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د امن په ګډ جرګې تبصره کړې او هغه يې د سیمې د روانو ستونزو د حل یوازنۍ وسیله بللې ده.

په ورځپاڼه کې په افغانستان کې د سولې لپاره روانو هڅو ته په اشارې هغه پیښه هم څیړل شوې چې د ورځپاڼې په وینا د ترهګرو بشري جنایت دې.

ورځپاڼې په افغانستان کې شتو ستونزو ته هم ګوته نیولې او لیکلي دي چې دا ستونزې د خبرو له لارې نه بلکه د عملي او غوڅو اقداماتو له لارې هوارېدلې شي.


د راه نجات نا دولتي ورځپاڼې بیا د خپل لومړي مخ په غټ سرلیک کې په افغانستان کې د امریکا له پوځي حضور سره د ایران روسیې او چین اندیښنو ته په اشارې لیکلي دي چې دغه هیوادونه غواړي امریکا په افغانستان کې هیساره کړي.

ورخپاڼې په یو بل مطلب کې په افغانستان کې د لوږې او بې وزلۍ ستونزو ته په اشارې لیکلي دي چې د هیواد یو په دریمه خلک د مرګ له ګواښ سره مخ دې.

په ورځپاڼه کې دا هم لیکل شوي چې طالبانو یو ځلې بیا پدې ټینګار کړې چې له دولت سره خبرې یوازې د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره امکان لري.


د ویسا خپلواکې ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په سر کې د یو امریکايې چارواکي په حواله لیکلي دي چې  په افغانستان کې د اپیمو تولید په سلو کې دوه ویشت کم شوې دې.

ورځپاڼې په یو بل مطلب کې په ملي شورا کې د هرات ولایت د استازو په نقل لیکلي دي چې ولایتي چارواکي د هرات د حالاتو په کنټرولو کې پاتې راغلي.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د امن جرګې په مسلې تبصره کړې او لیکلي دي چې نړیوال به ددې جرګې د پریکړو هر کلې وکړي.


د ملي ارمان بیا په کابل ښار کې د تیرې ورځې پیښې ته په اشارې چې پکې دوه بهرني او یو افغان وګړې ووژل شول لیکلي دي چې پلازمینه نوره نو خوندي نده.

په ورځپاڼه کې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې په خبرو هم بحث شوې او د طالبانو په مشرتابه يې د هغې اغیزې څیړلي دي.

په ورځپاڼه کې په کابل کې د کډوالو او بې ځایه شویو خلکو حالت ته هم کتنه شوې چې اوس مهال په کیږدیو کې ژوند کوي او دوې ته يې د جدي پاملرنې غوښتنه کړې ده.


د اصلاح او انیس دولتي ورځپاڼو هم د افغانستاو او سیمې په روانو حالاتو خبرونه او تبصرې خپرې کړیدي.

انیس پخپله سرمقاله کې د دولت او طالبانو ترمنځ د خبرو د دوهم پړاو پیلیدو ته په اشارې لیکلي دي چې سوله له جنګ نه غوره ده.

خو اصلاح بیا لیکلي دي چې خلک له ټولنیز فساد نه زوریږي.


د پیمان نا دولتي ورځپاڼې بیا په یو مطلب کې د ترورزم په خلاف په روانه مبارزه کې د پخوانیو مجاهدینو وړتیاوې څیړلي او هغوې يې ویده ځواک بللې دي.

ورخپاڼې پخپله سرمقاله کې په کابل کې د امنیت مسله راغستې او لیکلي دي چې کابل جدي پاملرنې ته اړتیا لري.

په ورخپاڼه کې د امریکا د جمهوري ریاست  انتخاباتو او د کاندیدانو ترمنځ سیالیو ته هم کتنه هم شوې ده.


د هشت صبح نا دولتي ورځپاڼې بیا په افغانستان کې د اپیمو د تولید د کمښت په اړه خپاره شویو رپورټونو ته په اشارې لیکلي دي چې دا ریښتینې شمیره ده او که هسې اټکل دې.

دې ورځپاڼې هم د دولت او طالبانو ترمنځ د خبرو په مسلې تبصره کړې خو لیکلي دي چې طالبان له حکومت سره خبرې ردوي.

دې ورځپاڼې هم پخپله سرمقاله کې د کابل ښار د تیرې ورځې په پیښې بحث کړې او هغه يې یو خبردارې بللې دې.