کور / تازه خبرونه / په افغانستان کې د انګلستان د ترټولو غټو الوتکو کارونه

په افغانستان کې د انګلستان د ترټولو غټو الوتکو کارونه


خبري رسنيو خبر ورکړ چې د انګلستان هوايي ځواک  (RAF) خپله تر ټولو نوې او لويه بار وړونکې الوتکه په افغانستان کې په کار اچوي .  په لندن کې د انګليس  دد فاع وزارت د قوله ويل سوي دي  چې د انګلیستان د هوايي پوځ دغه ډېره پرمختللې  طياره سي ۱۷ ګلوب ماسټر C17 Globe Master نوميږي  چې په افغانستان کې به  د انګليسي  مېشته پوځيانو لپاره  به د پوځي تجهيزاتو او نور دضرورت وړ شيانو په لېږدولو کې کار واخيستل سي .
ويل کيږي چې دغه ترټولو لويه ټرانسپورټي الوتکه په هر پرواز کې ۴۵ زره کيلو بار وړلای سي  او ددې توان لري چې هره پلا درې داني  جنګي زرهپوښه  واريير  Warrior يا ۱۳ داني لنډ رو ور موټران يايوه شينوك Chinook چورلکه بار  او ترمزله يې ورسوي  .
 تر دې دمخه د هرکليس نومي طيارو څخه کار اخيستل کېدی . نوموړي طيارې په هر پرواز کې ۲۰ زره کيلو مال او ۱۲۸ نفر مسافر وړلای سوای .