کور / تازه خبرونه / رابرټ ګيټس له خوست څخه ليدنه وکړه

رابرټ ګيټس له خوست څخه ليدنه وکړه

د امريکا دفاع وزيرپه خوست کي لومړي ميشتو ايساف ځواکونو په اډه صحراباغ کې د ايساف پوځي عسکرو څخه ليدنه وکړه وروسته نوموړی دخوست والي ارسلاجمال اونورو دولتي چارواکو سره يوځای په عليشرو ولسوالي کې په  يوه قومي غونډه کې برخه واخيسته .



 رابرت د لراوبر خبريال  د دې پوښتني په ځواب کې چې له کابل وروسته ولی خوست ته راغي وويل(( په سيمه کې د خوست ستراتيژيک اهميت، ښه او ډاډمن امنيت ، په لوړه کچه په خوست کې د بيارغونې کارونه پيليدل  اوهمدارنګه د دولت او خلکو ترمنځ همغږي هغه څه دي چې موږ يې پدې مجبور کړي يو چې د خوست څخه ليدنه وکړو.



  رابرټ دا هم وويل  چې خو ست په راتلونکي کې دسيمې يو ترټولو لوي مهيم او په پوځي ځواک سمبال ولايت وي .



   خو خوست ته د رابرټ  راتګ ځيني کسان لدې وجهې بولي چې خوست دډيورنډ ها غاړه  شمالي وزير ستان ته نږدې پورت ولايت دی  چر ته چې ويل کيږي د القاعدې فعال مرکزونه شتون لري 
 په تيرو څومياشتو کې دا څلورم لوړپوړی چارواکې دی چې له خوست څخه ليدنه کوي او دخوست په ستراتيژيک اهميت خبري کوي .