کور / تازه خبرونه / افغان دولت دموسى كلادنيولولپاره تياري نيولي

افغان دولت دموسى كلادنيولولپاره تياري نيولي

افغان دولت وايې دموسى كلاوالسوالي دبيرته نيولولپاره يې چمتوالي نيولي اوډېرژربه پردغه والسوالۍ پوځي عمليات پيل كړي.


ولايتي چارواكې وايې چې له عملياتووروسته به په والسوالۍ كې ټول ګټي پروژې پلي كړي .


دهلمندوالي اسدالله وفا دموسى  كلاوالسوالي له قومي مخوروڅخه دعملياتوپرمهال دمرستي غوښتنه كړي ترڅوپوځي عمليات دولسي وګړله زيان پرته په برياليتوب ترسره سي .


دموسى كلاوالسوالۍ ځايې خلګ وايې چې پروالسوالۍ يې دنړيوالوځواكونو سخت هوايي ګښتونه پيل سوي اودوى په بيره كې دي چې پكې زيانمن نسي .


دهلمندوالي په موسى كلاوالسوالۍ كې دپيلېدونكوچاڼيزوعملياتوپرمهال، دولسي همكاريودترلاسه كولوپه موخه دهلمنددبيلابيلووالسواليوله قومي مخوروسره نن غونډه كړي .


(اسدالله وفا)قومي مخوروته ويلي چې ترموسى كلاوروسته به په نوزاداوكجكي والسواليوكې هم دوسله والوطالبانواونورجنګې ډلودلمنځه وړلوپه موخه پوځي عمليات پيل كړي  .


دهلمند جګړو په سل ګونوكورنۍ له خپلواصلي ځايونوبې ځايه كړي  دي .


په موسى كلاوالسوالۍ كې وپيلېدونكوعملياتوته ځايي خلګ خوښ دي


دوى وايې چې  كه يې په سيموكې امن راسي نوډيرژربه خپلوكورنوته ستانه سي .