کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / امریکایان او د ورسک تربتي مرکز

امریکایان او د ورسک تربتي مرکز

امریکایان او د ورسک تربتي مرکز


ظفرکریمي


دپېښور سره نزدې د ورسک په نامه سېمه کې امریکایان هوډ لري ،چې باید داسې یو تربیتي مرکز جوړ کړي چې پکې پاکستاني ملیشیا یا د فرنټیر کور سرتېرو ته تربیت ورکړي،ترڅو د خپل ..پیاوړي ..دښمن سره د مقابلې لپاره لازیات غښتلي شي


ددې خبرې پخلی د پاکستان د دفاعي چارو یو لوړپوړي چارواکي په ډېر اخلاص ،فخر او ورین تندي سره وکړو ـ او امریکا خو دې موقعې ته واردمخه سترګې په لار وه ـ


دخبرونو له مخې په دغه کېمپ کې تر شپږو میاشتو پورې د فرنټیر کور شاوخوا۱۰۰ شازلمو ته د ترهګرو سره د جګړې ځانګړی تربیت ورکول کیږي ـ پورتني خبر ته که سړی زیر شي نو دوه زاویې یې څرګندیږي ـ اول خو دا چې هغه امریکا اوس فرنټیر کور ته تربیت ورکولو دپاره مرکز جوړوي ،کومه امریکا چې تېر اته کالو راهسې د خپلې جدیدې ټیکنالوژۍ په مټ بیا هم ونه توانیده چې ترهګري ختمه کړي ،او ختمول خو لا څه دوي ته خو دومره پته هم ونه لګیده چې ترهګر د کومې ځالې رالوزي او یا هم دا چې د ترهګرۍ جرړې چېرته دي ـ اوس خو دې خبره کې څه شک پاتې نه شو چې د امریکې خېرات شوي په اربونو ډالر هم د ترهګرو په سمبالتیا او پیاوړتیا مصرف شوي دي ـ


دویم دا چې امریکا هغې فرنټیر کور ته ښودنې دپاره مرکز پرانیزي کو مې ملیشیا چې یوازې په دوه ورځو کې پوره ملاکنډ ډویژن د ترهګرو څخه خلاص کړې ووـ که د خبرې لږ نو وضاحت وکړو نو پخپله به مو ذهن ته د ۱۹۹۴ کال هغه شېبې رامخ ته شي کله چې طالبانو د تحریک نفاذ شریعت په نامه راپورته شواو دمالاکنډ نه یې تر باجوړه خپله باچایي اعلان کړه او بیا هم دا فرنټیر کور وو چې په یوه منډه یې ترینه ټوله سېمه وزګاره کړه ـ هغه وخت خو آد چا خبره ایټم بم هم نه وو،او دجګړه مارو شمېر هم د ددو لکو په شاوخوا کې وو او ددې سربیره د ولسي خلقو همدردي هم د جنګیالانو سره وه خو هغه وخت چې د ابۍ زړه وونو دالو کې یې هم کُچ اچول ،ځکه چې هغه وخت خو یو ولسي سړی هم قتل نه شو، د هیلې کاپټر استعمال ته هم اړتیا پېښه نه شوه،خلق کډوالۍ ته هم مجبور نه شول ـ اوس څه چل وشو؟کوم قیامت راغی؟اوس خو جګړه ماران لس زره هم نه دي او نه ورسره د ځایي خلقو خواخوږي شته،خو ددې سره سره بیا هم چینار چینار ځوانان په رڼا ورځ د جاسوسانو په تور په پڅو چاړو حلالیدل او مونږ………….؟څه به مو سر خوږوم ،ټول حال ستاسو په وړاندې دی او وو


ځېنې سړی مږې نه یږه جوړه وي ـ القاعده او طالبان اخر دومره کله پیاوړي شول چې په نولسوه څلور نوی کې خاصه دار فورس د یو کمربند په زور خپله پوسته کې بندول او نن یې ګن شپ او دادې اوس د هغوۍ سره د جګړې لپاره یو ایټمي فوځ ته د یوسوپر پاور د ځانګړي تربیت اړتیا پېښه شوه او د خوند خبره داده چې همدغه لوړپوړي چارواکي په زغرده په دې وړاند وینه نه شرمیږي او واي چې یوازې په باجوړ کې د ترهګرۍ د ختمولو دپاره کال یا یونیم کال مودې ته اړتیا لري ـ


ویښ ویده هیڅوک نشي بیدارولی ـ سپینه خبره داده چې امریکا هم ښه پوهیږي او په شعوري طور دا لوبه لاپسې غزول غواړي ـ خو د هر چا خپلې خپلې ګټې وي ،یو په یوه سېمه کې خپل ښکیلاک موږې ښخول غواړي او بل په دې طریقه د ډالرو ګټولو شوقین دی ـ پاتی شو دا ذهني مفلوجه جهادیان،نو دوي غریبانانو نه څه ګیله ده دوي خو هر وخت د بې معاشه فوځیانو رول ادا کړی دی ـ


خفګان په ولس پکار دی چې خواران په دې هر څه پوهیږي او دې نندارې ته په ټیقوټیقو ګوري خو که د خدای نوم اخلي نو پیربابا خفه کیږي او د پیربابا نوم اخلي نو خداي خفه کیږي ـ ولس په دې هم پوهیږي چې ددې ټولې ډرامې سکرپټ یو کس لیکلی دی خو وای کنه


د ویرې حال ویلی نه شم


دسوال یاري ده اوس به ګډه وډه شینه


په اخر کې امریکې ته خواست دی چې نورې هسې بهانې دې نه ګوري ،یو او بل نوم دې نه کاروي که پوزې ته لاسو وروړل یې مقصد وي نو نېغ دې لاس ورغوزوي هسې دې د څټ له خوا پوزه نه نیسي