کور / تازه خبرونه / کراچۍ کې یوه پېښه کې څلور پښتانه مړه

کراچۍ کې یوه پېښه کې څلور پښتانه مړه

کراچۍ ښار بلدیه ټاون کې د زمکې په سر یوه لانجه کې څلور کسانووژل شوي دي
د خبرونو ترمخه لانجه هغه وخت رامنځته شوه کله چې په یوه ټوټه زمکه د څو تنو پښتنو او د ایم کیو ایم ډلې ترمنځ لانجه دومره توده شوه چې د ډزو ترحده ورسیده ،په ډزو کې څلورکسان مړه دي چې ټول پښتانه دي


مړي او ټپیان جناح هسپتال ته وړل شوي دي په مړو کې د بلدیه ټاون دجومات  ملا امام  هم شامل دی ، دمړو وارثانو د خپلو مړو اخیستلو نه انکار کړی دی او ویلي یې دي چې تر څو پولیسو قاتلان نه وي نیولي ترهغې به مړي احتجاجا نه پورته کوي  ـ
دپېښې وروسته د اغېزمنې سېمې سربیره ټول ښار کې وېره خوره ده او په زیات شمېر کې
پولیس او رینجر سېمې ته د ممکنه بدې پېښې د مخنیوي دپاره لیږل شوي دي