کور / تازه خبرونه / یو هلیکوپتر او درې امریکایی پوځیان له منځه لاړل

یو هلیکوپتر او درې امریکایی پوځیان له منځه لاړل

اسوشیټیډ پریس او بی بی سی خبر ورکوی چی طالبانو د وردکو په ولایت کی پر یو هلیکوپتر ډزي وکړې او هغه یې را وغورځوله خو ۱۰ سپرلیو ته یې څه خاص زیان و نه رسېد او نورو امریکایانو هغوی وژغورل . دا امریکایی هلیکوپتر د ډېر کښته څخه پر طالبانو ډزي کولې چی د لاندی څخه طالبانو وویشتله . د یو بل خبر له مخی یو فدایی چی پوځی یونیفورم یې اغوستی و د بغلان د پلخمری د پولیسو په یو ماموریت کی د امریکایانو تر خوا ځان منفلق کړ چی دوه امریکایی پوځیان او یو پولیس یې ځای پر ځای ووژل او یو ماشوم هم ووژل سو . طالبانو د دې دواړو حملو مسؤلیت ومانه . خبریالان وایی چی اوس طالبان په سپینه ورځ په وردک ولایت کی عملیات کوی .
د رویټر د یو خبر له مخی چی د امریکایی پوځ په حواله یې ورکوی ، وایی چی نن یو امریکایی عسکر د افغانستان په لویدیځ کی د سړک د یو ماین پواسطه ووژل سو ، خو څرګنده یې نه کړه چی دا د افغانستان کوم لویدیځ ولایت دی .