کور / تازه خبرونه / طالبانوپه وردګو کې دامريکايانو يوه الوتکه رانسکوره کړه

طالبانوپه وردګو کې دامريکايانو يوه الوتکه رانسکوره کړه

وسله والو طالبانونن له غرمې وړاندې دوردګو دسيدابادولسوالۍ کې يې دبهرنيو ځواکونه يوه اپاچي الوتکه رانسکوره کړې ده .

ذبيح الله مجاهد له يوه ناڅرګند ځاي څخه دټېلېفون په کرښه  وويل چې دخواجه احمد دزيارت سره يې ملګرو نن دامريکايانو په کاروان بريد وکړ او دري ټانګونه يې لمنځه يوړل.

مجاهد وويل چې ددغه امريکايانو دملاتړ په خاطر دوه تيارې راغلي چې يوه يې ددوي لخوا نسکوره اودوهمه يې تراوسه په هواکې ګرځي .

مجاهد ادعاوکړه چې دوهمې الوتکي يې د ډنډونکي دکلي په خلکو ډزې کړي اودڅلورتنه ملکي وګړي يي وژلي دي .

نوموړي وويل چې جګړه اوس هم روانه ده .،

دوردګودوالي وياند ادم خان سيرت هم ومنله چې الوتکه دطالبانو په ډزو رانسکوره شوې ده .

وردګ هغه ولايت دي چې نا امني ورځ په ورځ په کې زياتيږي .اوهره ورځ ددې ولايت څخه رسنۍ دجنګ جګړو خبرونه ورکوي .