جنرال عليشاه پکتياوال له عمليات څخه روغ او ژر به کابل ته ستون شي

د لراوبر اداره | اکتوبر 27th, 2008


جنرال عليشاه پکتياوال وايې چې له عمليات څخه روغ رمټ وتلى  اوډيرژر به کابل ته راستون شي .

دکابل دامنيه قو ماندانۍ دجنايي جرمونو پروړاندې دمبارزې اوتحقيق دچارو مشر بريد جنرال عليشاه پکتياوال دلراوبر سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل چې دتيرو شپږو ورځو راپديخوا دهند هيواد کې ترتداوي لاندې دي .

جنرال عليشاه پکتياوال چې په کابل کې دمطبوعاتو لپاره دترټولوو سرچينو څخه يوه ښه سرچينه ده ،چې شپه او ورځ  دمطبوعاتو په و اک کې دپوليسو لاسته راونې اودرامنځ ته شويو پېښو په اړه ټول معلوم په  ورين تندي  ورکوي دڅو ورځو راپديخوا دهند هيواد ته دتداوي لپاره تللى  .

جنرال پکتياوال تيره مياشت ددغه ښار لوديځ دکمپنۍ دآب رسانۍ په سيمه کې په يوه چاودنه کې ټپي شوي .

جنرال پکتياوال دامهال دهند هيواد په يوه شخصي هسپتال کې تر درملنې لاندي دي .

هغه وايې چې په چاودنه کې يې سر څه ټپونه ليدلي وو چې دامهال عمليات شو ي دي او١٤ کوکونه يې خوړلي دي .

هغه وايې چې په نيږدي ورځو کې به کابل ته راستون شي .

Copyright Larawbar 2007-2024