کور / تازه خبرونه / پاکستان د چين سره دفاعي لوزنامه امضا کوي

پاکستان د چين سره دفاعي لوزنامه امضا کوي

اسلام آباد تلاښ کوي دا فغانستان سره  په نامه  سرحدي سيمو کي د امريکا د هوايي حملو د دفعي دپاره  د پيکن سره يوه ګډه دفاعي لوزنامه امضا کړي  .

ويل کيږي چي د پاکستان د جاسوسۍ د شبکې  يا آي ايس آی  رئيس    جنرال احمد شجاع  پاشا د پارلمان په هغه وروستۍ پټه غونډه کي دا خبره اعلان کړېده چي پاکستان د امريکا د طيارو سره د مقابلې  توان نلري .

په عربستان کي چاپېدونکې “الوطن” ورځپاڼي ددې خبر په خپرولو سره زياتوي چي د پاکستان د پارلمان وروستۍ پرېکړه چي و مسلحو قواو ته يې ويلي دي   و هر بهرني  تجاوز ته بايد ځواب ورکول  شي ، اسلام اباد  په دې هڅه کي شوی دئ  چي د چين سره دفاعي ګډه لوزنامه امضا کړي .

کتونکي په دې باور دي که  پاکستان داسي يوه لوزنامه امضا او د چين پښې هم د دې سيمي و ﻻنجو ته را کښېباسي  نو امريکا او د هغه انډيوالان به لا نور هم د حاله ووزي .