پاکستان. د ترهګرۍ خلاف جنګ کې د پخوا په پرتله لازیات ریښتوني یو

52 | اکتوبر 27th, 2008


د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي دي چې ددوۍ حکومت د مخکنیو ټولو حکومتونو په پرتله د ترهګر خلاف جنګ کې زیات سنجیده او ریښتوني دی ـ د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي شاه محمود قریشي دا خبرې اسلام اباد کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سولې دوه ورځنۍ دویمې جرګه ګۍ د پرانستې په مهال وکړې ـ نوموړي په خپلو خبرو کې وویل چې پاکستان او افغانستان دواړه د ترهګرۍ سره مخ دي او ددواړو هیوادونو ترمینځ د بیخي زیاتې مرستې او همکارۍ په سبب په دې ستونزه بری ترلاسه کول شوني دي  

Copyright Larawbar 2007-2024