کور / تازه خبرونه / امريكا: له طالبانو سره خبري كوو

امريكا: له طالبانو سره خبري كوو

امريكا وايي په دې هڅه كي ده چي د لوړ پوړو طالب قومندانانو سره په افغانستان كي د سولي او كرارۍ په خاطر خبري وكړي.
د وال سټريټ ژورنال د سپيني ماڼۍ د يوه لوړ پوړي خو بې هويته كس له خولې خبر وكړى چي د بوش اداره اوس د طالبانو سره د خبرو اترو په هڅه كي ده.
د ياد سوي كس په وينا له طالبانو سره د خبرو وړانديز افغانستان او پاكستان ته د بوش ادارې د پاليسي جوړوني نوي مسئول جنرال ډيويډ پيټريوس كړى دئ.
جنرال ډيويډ پيټريوس چي تېره اونۍ پر دغه دنده وټاكل سو، وايي د طالب جنګياليو له هغو مشرانو سره چي له جنګه ستړي دي او د وسلو ايښولو ته تيار دي، بايد د افغانستان په سياسي بهير كي د پام وړ ځاى وركړل سي.