کور / تازه خبرونه / په هند کې د قومي مشر حاجي علي احمد او د هغه د زوی فاتحه واخیستل شوه

په هند کې د قومي مشر حاجي علي احمد او د هغه د زوی فاتحه واخیستل شوه

 


نن د هند په ميسور ښار کې د کندهار د قومي مشر ارواښاد حاجي علي احمد بارکزي او د هغه د زوی خدای بخښلي حاجي ګل احمد فاتحه واخيستل شوه، په دې ناسته کې د بهرنيو مسلمانانو په ګډون په سلګونو افغان زده کوونکو ګډون کړی.
 فاتحې ته د هند له نورو ښارونو څخه هم افغان زده کوونکي راغلي وو، چې په ګډه يې دواړو  ته دعا وکړه، دوی همدارنګه د ارواښاد حاجي علي احمد بارکزي ځوان زوی نوراحمد امين او د هغه کورنۍ ته د صبر غوښتنه وکړه او له ده سره يې په دې غم کې ځان شریک وباله.
قومي مشر حاجي علي احمد بارکزی او د هغه زوی حاجي ګل احمد څو ورځې وړاندې په کندهار کې د سهار پر لمانځه ولاړ وو، چې د نامالومو وسله والو له خوا د نژدې دوه سوه کسانو په منځ کې په ګولیو وويشتل شول.
ښاغلی امين چې دا مهال په هند کې په لوړو زده کړو بوخت دی وویل چې زه د خپل پلار په نوم وياړم، ځکه هغه نه يوازې زموږ يو مهربان پلار بلکې د ډېرو بېچاره ګانو په غم شريک وو.
ده زياته کړه چې زما پلار دې خاورې ته ډېرې قربانۍ ورکړې او ما ته يې هم دا درس راکړی چې تر شخصي ګټو بايد ملي ګټې ډېرې راتېرې وي.