اوبه تر ستوني راورسېدې
په دې وروستيو کې دپلازمېنې کابل په شمول دهېواد په ډېرو لويو ښارونو کې تښتونې او وژنې ډېرې شوې دي . که ووينو داپېښې په هرات ، کابل، جلال اباد ، کندهار اوځينو نوروهغو ښارونو کې ډېرې ترسره شوې چې ددولت تر حاکميت لاندې او ددولت په واک کې دي ، دلته مخالفين په ښکاره واکمني، شتون او اختيار نلري.
پدې ښارونو کې ددولتي امنيتي ځواکونو، اردواو استخباراتو برسېره دايساف ، ائتلاف، ناټو او نورو امنيتي کمپنيو لسګونه زره افراد وسله اونور امنيتي او مخابراتي وسايل په لاس پهره او څارکوي خوبياهم هره ورځ داډول پېښې ترسره کېږي خو هېڅوک هم نه نيول کېږي .
په دومره لوړه کچه ددې پېښو ډول اودترسره کولو بريالۍ لارې ښيي چې ترورستان ډېر تکړه ، لوبېدلي او له هره پلوه ډاډه دي . داسې ګومان هم کېږي چې داتښتوونکي او تښتول شوي کسان دې دولت ته ترشاه رګ هم ډېر نږدې او په همدې ښارونو کې وي . ځکه شونې نده چې بهر ته په وتلو کې ددومره ډېروامنيتي کمربندونواوپوستو له ذره بين پټ اوپناه تېرشي .
ددې تښتونواو ترورعملي تطبيق او ميکانيزم ښيي چې ځينې دولتي او امنيتي لوړپوړي چارواکي هرومرو په دې جرمونو او ترورستي پېښو کې لاس لري ځکه چې ددوى له مرستې او خوښې پرته ناشونې ده چې په دومره ډېره زړورتيا او دومره ډېره پيمانه دې داپېښې ترسره او هېڅوک دې پکې ونه نيول شي .
ځينې کتونکي خو لا پردې باور هم دي چې په پلازمېنه کې ددې ترورستي بريدونو شدت دکرزي لخوا په کابينه کې له بدلون سره تړاولري ، داترورستان دکرزي په کمزوري نبض پوهېږي ا وغواړي چې دتېر په څېريې له دې لارې يې يوځل بيا سازش او امتياز ورکولو ته اړباسي .
په همدې نږدې ورځو کې يواځې په پلازمينه کابل کې څو بوږنوونکې ترورستي پېښې ترسره شوې، ددې ټولو پېښو تحليل ښيي چې داکسان دلوړپوړيو چارواکيواو پخوانيو جګړه مارو له ملاتړ څخه برخمن دي ، همدادولتي وسله، دولتي رينجرموټر، دولتي يونيفورم او نور دولتي امکانات کاروي چې له دې ډلې د تلې په ٢٩مه د کابل ښار په څلورمه کارته کې د نامعلومو وسلوالو لخوا د يوې بهرنۍ مېرمن وژل ، دتلې په ٢١مه دناڅرګندو وسلوالولخوا دکابل ښار له لوېديځ څخه دميشل په نوم د يوې کاناډايۍ ژورنالستې تښتول، تر اوسه لادرکه کېدل ، د عزيزي بانک د مرستيال د زوى او د ولسمشرۍ د ١٣٨٣کال په ټولټاکنو کې دکانديد او د پخواني پاچا د تره دزوى همايون شاه اصفي تښتول يې ښې بېلګې دي چې تر اوسه يې هېڅ څرک نه دى لګېدلى.
همداراز دلړم په څلورمه دکابل ښار په زړه کې په يوه مبهمه پېښه کې د DHL موسسې دوه بهرنيان او يو افغان کارکوونکي ووژل شول اودوه افغان کارکوونکي يې ټپيان شول .
تېره اونۍ چې په ننګرهار کې تښتوونکيو يو صراف وواژه نو له هغوى سره د نشه يي توکيو پر ضد دمبارزې دوزارت موټروو او کله چې کليوالو غله او تروروستان ونيول نودکابل دشمال اوسېدونکي وختل چې دهمدې وزارت د غړيتوب کارتونه ورسره وو، دې اسنادو جوتوله چې داترورستان او وژونکي همدااوس برحاله دهمدې وزارت کارکوونکي دي .
په لښکرګاه کې دشهيد عبدالصمد روحاني په وژلو کې له دولتي رينجرموټر څخه کار اخستل شوى او جسد يې دښار په څنډه( بولان) کې وموندل شو چې هلته طالبان نفوذ نلري .
امنيتي چارواکي وايي چې په روان کال کې ٢٦ تنه سوداګر يواځې له هرات ښار څخه تښتول شوي دي . چې دې ناامنيو نور دهرات داوسېدونکيو ژوند تنګ او حوصله ختمه کړه همدالامل شو چې هغوى پراخ لاريونونه اوکاربندي پيل کړي چې اوس هلته تقريبا ژوند په ټپه ولاړ دى .
ناامنۍ يواځې ښارونه اولوى واټونه، نه، بلکې ټول هېواد نيولى دى ، ټول ملت وارخطا او ساه نيولى دى نودولت او بهرنيو ځواکونو ته په کار ده چې نور دفيل له غوږ څخه راووځي، سترګې وغړوي او وګوري چې دناامنيو منګولې څومره دملت په مرۍ کې ننوتي دي ، ملت له کوم حالت سره مخ دى . دهيچا ژوند، ناموس او شتمني خوندي نده ، هره ورځ په لويو لاروکې وسلوال غله راووځي ، مسافر ځوروي، لوټوي او وژني يې خو دامنيت لپاره دپوليسو او بهرنيو ځواکونو اجرائات هېڅ نه ترسترګو کېږي.
دې حالت ته په کتلو،ولس دهرې ورځې په تېرېدو له دولت څخه واټن نيسي ، دپرديتوب احساس کوي ، خپل باور پرې له لاسه ورکوي او ان نه غواړي چې په يوه برخه کې هم ورسره مرسته وکړي .
همدااوس زموږ داکثرو هېوادوالو خوب خراب او دغلو او تښتوونکيو له وېرې شپې په ويښه تېروي او په هرکور کې شخصي پهرې کېږي.
دا منفي وضعيت دهېواد پر اقتصادي حالت هم ډېر ناوړه اغيزه کوي همدااوس اکثره سوداګر دې روان حالت او امنيتي وضعيت ته خفه ، او په شرائطو او دولتي چارواکيو بې باوره دي، اوس ددې پرځاى چې هېواد ته مو سوداګر راشي ¸ پانګونه وکړي ، اوزګارواو نېستمنو هېوادوالو ته مو کار او بچيو ته يې يوه مړۍ ډوډۍ پيداشي ،پانګوال تښتي ،فابريکې تړل کېږي ، دبيارغونې نسبي کارونه هم په ټپه درېږي .
دمغزونو او کدرونو فرار خو له ډېرې مودې راهيسې له هېوادڅخه روان وو اوس دادى دپانګوتېښته هم خپل اوج ته ورسېده.
موږ دناامنيو پر اغېزوډېر نه غږېږو ځکه چې بحث مو اوږدېږي خو په دولتي چارواکيوپه کلکه غږ کووچې دې تراژيدۍ ته پام وکړي ، ددې تراژيدۍ مخنيوي ته دلومړيتوب حق ورکړي ، دې ضرورت ته دخپلوکارونو په لومړي سرکې ځاى ورکړي ځکه چې که ددې کار مخه ونه نيول شوه نو لېرې نده چې دنظام چينجيوخوړلې ستنې به ډېر ژر راولوېږي ، دولتي ادارې به فلج، هېوادبه مو خداى مکړه يوځل بيا کنډر او دجګړو په ډګر بدل شي ، هېوادوال به مو يوځل بيا کډوالۍ او دپرديو په خاوره کې درپه دره ژوند ته اړوېستل شي .
موږ يوځل بيا پر چارواکيو غږ کووچې ترهرڅه ډېر دې، دې غميزې ته متوجه واوسي ، دنظام په لستوڼو کې موجودو مارانو ته دې پام وکړي ځکه چې له بهرني او ښکاره دښمن څخه دکورني او پټ دښمن خطر ډېر وي .