جرمني : مونشن کښي يو ادبي بنډار

د لراوبر اداره | اکتوبر 28th, 2008


د جرمني په مونشن کې د میشتو افغانانو اسلامي او کلتوري مرکز د خپلو نوښتونو په لړ کې غواړي چې هره میاشت  د افغانستان د ادبي او فرهنګي څېرو سره کلتوري او ادبي غونډې جوړې کړي  .  موږ د خپلو دې غونډو پیل د پښتو ژبې د ځوان شاعر اجمل اند سره  دیو ماښامني  ادبي بنډارڅخه  کوو .
چې په کې به د یوې ماښامنۍ مشاعرې په ترڅ کې د اجمل اند سربېره د ګڼو نور شاعران  هم خپل شعرونه  واوروي  .
دا غونډه د همدې کلتوري مرکز په دفتر کې جوړېږي او  ټولو هغو کسانو ته چې  غواړي زموږ سره په دې شاعرانه بنډار کې برخه واخلي د ګډون بلنه ورکوو .

نېټه ، د شنبې ورځ ، د نومبر لومړۍ نېټه  ۲۰۰۸ میلادي کال
وخت د ماښام : اوه بجې

په مونشن کې د افغانانو د اسلامي او کلتوري مرکز مشر  مولانا صدیق الله فدايي  له خوا

د پتې او نورو معلوماتو لپاره : په دې  شمېرو اړېکي ټېنګولای شئ :
004915150413594
00491735785476

Copyright Larawbar 2007-2024